کور / تازه خبرونه / فراه: خپل منځي شخړي اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

فراه: خپل منځي شخړي اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د فراه ښار د صرافۍ په مارکېټ کي د دوو کسانو تر جګړې وروسته اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له فراه ښار څخه د لراوبر همکار وايي پېښه نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې رامنځته سوې، چي له امله يې د حاجي عبدالخالق په نوم يو قومي مشر او يو بل کس وژل سوي او نور ټپيان دي.
د معلوماتو له مخي په دې شخړه کي له وسلو کار نه دئ اخيستل سوئ، لومړى لفظي شخړه رامنځته سوې او وروسته د دواړو کسانو د کورنۍ غړيو له چړو او چاقوګانو څخه کار اخيستى دئ.
د لراوبر همکار وايي د بريد کوونکو يو کس چي خپله سطحي ټپي وو د پوليسو لاسته ورغلى دئ.