کور / راپور / كندهار: د بنديانو لپاره يو نوى بلاك جوړ سو

كندهار: د بنديانو لپاره يو نوى بلاك جوړ سو

د کندهار ولايت په لوى محبس کي د بنديانو دپاره يو نوى بلاک چي پکښي د ناروغانو دپاره کلينيک او د نړيوالو قوانينو سره سم قوانين به پکښي مراعتيږي جوړ سو .  د کندهار ولايت مقام مرستيال انجنېر عبداللطيف اشنا په محبس کي د دې بلاک جوړدېدل د بنديانو په ژوند کي د اسانتياوو په راوستلو کي مهم وباله .  نوموړى وايي چي هغه ستونزه چي مخکي به د بنديانو د ليدو په وخت کي رامنځ ته کېدې  يعني تر شپېتو نپرو څخه ډېرو نپرو به نسواى کولاى چي د خپلو بنديانو سره وويني خو اوس به د ١٨٠ نپرو څخه تر ٢٠٠ نپرو پوري د بنديانو خپلوان په يوه ځل سره د خپلو بنديانو سره کتلاى سي.