روزګان : د څلورو وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | اگست 24th, 2010


د کندهار ولايت د ٢٠٥ اتل قول اردو د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د روزګان په ولايت کي يې څلور تنه وسلوال طالبان وژلي . په خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ورځ افغان او بهرنيو ځواکونو د روزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کي پلټونکي عمليات ترسره کړي دي چي په ترڅ کي يې څلور طالبان ووژل سول او پنځه نور ژوندي نيول سوي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024