کور / تازه خبرونه / هلمند : د يوې شخصي کمپنۍ او طالبانو تر منځ نښته سوې

هلمند : د يوې شخصي کمپنۍ او طالبانو تر منځ نښته سوې

په هلمند ولايت کي د يوې شخصي اکمالاتي کمپنۍ او وسلوالو طالبانو تر منځ جګړه سوې . نوموړې نښته د دې ولايت په نادعلي وسلوالۍ کي سوې چي په پايله کي يې يو تن د شخصي اکمالاتي کمپنۍ امنيتي ساتونکى او يو تن وسلوال طالب وژل سوى . د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان عصمت الله سادات ياده جګړه تائيدوي او وايي چي جګړې درې ساعته دوام درلود چي اوس پاى ته رسېدلې ده . نوموړى وايي چي اکمالاتي کاروان د نادعلي پر لور روان ؤ چي وسلوالو طالبانو ور باندي بريد وکړ . نوموړي د پيښي په اړه نور معلومات ور نه کړ .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تراوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .