د ماين چاودنو د ملي اردو ٥ سرتيرو ته مرګ ژوبله واوړوله

عطاالله محمدي | اگست 24th, 2010


د ملي دفاع وزارت په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په تيرو څلېرويشتو ساعتونو کي د بېلابيلو سړک غاړي ماين چاودنو کي د ملي اردو پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .
په خبرپاڼه کي راغلي چي د غزني په مقر د هلمند په ګريشک او د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کي د ملي اردو پر ګزمو د سړک غاړي ځاى پر ځاى سوي د ماين چاودني سوي چي په پايله کي يې دوه د ملي اردو سرتيري وژل سوي او درې تنه نور ژوبل سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024