کور / کره کتنه / پښتانه تل د ميرمنو درنښت کوي

پښتانه تل د ميرمنو درنښت کوي

د آريانا د نړيوال تلويزيون د څېرو او خاطرو په پروګرام کې د امام الدين ساپي او مرکې متن

پښتانه تل د ميرمنو درنښت کوي

د ښاغلي زرغون شاه شينواري په نوښت د آريانا نړيوال تلويزيون د څېرو او خاطرو د پروګرام له لارې ډاکټر نورزى، امام الدين ساپى، ډاکټر ثرياخادم او سيد سليمان شاه اشنا ميلمانه کړي وو او د پښتنو په دود، دستوراو کولتور يې رڼا واچوله.

کله چې د ټايمز ورځپاڼې د يوې ميرمنې داسې انځور خپور کړ، چې پزه او غوږ ترې پرې شوي وو. کله يې چې اصلي حقيقت څرګند شو نو په لويديځ کې ځينو تلويزيونونو دغه پېښه پښتنو پورې وتړله، چې د آريانا تلويزيون د پښتنو څخه د دغه تور د ليرې کېدو په اړه د يو پروګرام زمينه برابره کړې وه.

ډېر دروند پښتون زرغون شاه شينواري صاحب سلام د الله په عزت کې اوسى او هم ستا قدرمنو ميلمنو او د پروګرام ليدونکو ته سلامونه ډالۍ کوم.

دروند پښتون شينوارى صاحب ! غواړم چې لاندې څو ټکي چې اړين دي له تاسو سره راوسپړم او رڼايي ته يې راوباسم.

١_ پښتو : د پښتو بابا ارواښاد وزير صاحب محمد ګل خان پخپله لنډه کۍ پښتو کې يې پرې پوره رڼا اچولې ده. پښتانه، د پښتو اطلاق يوازې په هاغه څرګنده ژبې، چې پرې ګړيږي نه کوي، بلکې د پښتنو د وړاندې د پښتو معنا او مفهوم د ژبې دود او دستور په درستو ولسي خصايلو، خصايصو او مزاياو شامل دى، چې دې وروستنۍ ته يې پښتونواله وايو. پښتو يعنې صله رحمي، مهرباني، مروت، عفت، ښېګړه، زينت او ښکلا ده. پښتو دين، وطن او ولس ته خدمت دى. د پښتنو نارينه و پګړۍ او د ښځو ټيکرى او پوړنى د پښتنو د ښځو ستر دى.

په پښتو کې ناروا، ظلم، سپکه، لويي او پوچه نشته او حتى چې د سرزورو او بې زوره سره زور پښتو نه ده، نو د دغه ټولو صفاتو خاوند ته پښتون وايي او پښتونواله يې اصول دي مګر په ډېر افسوس سره بايد ووايو، چې په دې برخه کې د ډېرو عزيزانو پاملرنه جدي نه ده. الله تعالى دې په مونږ ورحميږي.

پښتونوالي : په دې برخه کې پياوړي او د قدر وړ ليکوال حداد صاحب د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي يوه رساله ليکلې او ډېر څه يې روښانه کړي دي.

پښتونولي بې دولته دولت دى کله چې احمد شاه بابا په کال ١٧٤٧ع کې د افغان ولس په مشرتابه وټاکل شو د هغه ټول کړه وړه په پښتونواله ولاړ و نوسربېره په هغو ټولو فرامينو يو هم د انسان د اندام پرې کول يې منع کړل ځکه چې دا د انسان ښکلا او زينت ته نقصان رسوي.

نو د انسان بدرنګول پښتونواله نه ده او کله کله داسې پېښې، چې د کلتور د اصولو سره هيڅ تړاو نه لري پېښېږي لکه په اتريش کې په کال ٢٠٠٩ع کې د لور سره ١٨ کاله تېرول او د هغې څخه د اووه ماشومانو زيږونه چې دا هم د غربي کلتور برخه نه ده.

دريم : ښځه يا ميرمن : په پښتنو کې ميرمن يعنې د کور خاونده، اختيارداره او په مجموع کې د ننګ او غيرت شملې ته ويل کيږي.

په پښتنو کې د ښځې مقام دومره لوړ دى چې نارينه کله د ضرورت په وخت کې خپل سر پرې ورکوي او خپل خوږ عمر او ژوند پرې قربانوي او يا د ښځې په ټيکري کې دوکانونه، ځمکې، باغونه او کورونه ورکوي او يا يې په پلو کې د بدل مړي بخښل کيږي. بنديان د بنده خلاصيږي.

د بېلګې په توګه کله چې نادر افشار په کال ١٧٣٠ ع کې د هوتکو حکومت ته په ايران کې خاتمه ورکړه نو بي بي زينبې د اعليحضرت شاه محمود هوتک عزتمنده خور نادر افشار ته ورغله او پلو يې ورته ونيوه. کله چې نادر افشار د پلو په مانا پوه شو نو بي بي زينبې ته يې د هغې د کورنۍ ټول بنديان خوشي کړل اويا په هغې خپل منځي اوقومي شخړو کې کله چې ښځه د جنګ ډګر ته وځي نو جګړه ودريږي د صلحې د فرښتو په نامه يې يادوي. يا د ملالۍ بي بي په يوه ناره خواره وار غازيان بېرته سره راټول شول او بايللې جګړه يې وګټله او فرنګي عسکر يې تار ومار کړل. برعکس په غربي نړۍ کې چې د ښځو د حقوقو ټيکداري کوي او ښځه دلته د لوبو د وسيلې په توګه استعماليږي حتى د تجارت وسيله ده. د مال او متاع په توګه د مارکيټ د پيدا کولو په خاطر يې په ښکلو ښيښي کوټو کې بې عفته ودرولې وي او يا د سيکولر د نظريې ځينې علماو د ځمکو، مال و دولت سره جوخت اجتماعي ملکيت ګڼي. البته بيا وروسته د ځينو ملحوظاتو په خاطر د ځمکو او مال څخه جدا شوه. د دې لپاره چې د ښځې اجتماعي ملکيت اجتماعي فسادونه زيږوي او طبي ناروغۍ ترې پيدا کيږي. په هر صورت يو بل څه چې د يادولو وړ يې بولم هغه د ګران هېواد افغانستان اوسنى اشغال دى. دا چې د ټولو نړيوالو نورمونو سره په ټکر کې دى ځکه نړيوالې ټولنې پرېکړه نه و کړى چې امريکايي فرغونيان دي په نړۍ کې نظامونه بدل کړي. فيصله دا وه چې امريکا کولاى شي چې د سپتمبر د يوولسمې پېښې عاملين ونيسي او محکمې ته يې راکاږي. مګر د افغانستان د نظام ړنګول د سپتمبر د يوولسمې څخه مخکې د جرمني په غونډه کې شوې وه. دا ځکه چې دوى غوښتل د پخواني شوروي اتحاد څخه د آزاد شويو ملکونو طبعي زيرمې تر خپلې سلطې لاندې راولي او بيا يې د تېلو او ګازو نلکې د افغانستان له لارې د دنيا مارکيټونو ته ورسوي چې په دې لاره کې يوازې پښتون باتور قوم د دوى د سترګو اغزي ګرځيداى شي نو اړينه وه چې اسلامي امارت ړنګ کړي او د خپلې خوښې ګوډاګى حکومت رامنځته کړي او د دې سره جوخت يې د پښتنو نسل وژنه پېل کړي څو دا باتور قوم له منځه يوسي او په اقتصادي، معنوي، اجتماعي لحاظ نابود او په نړۍ کې يې په مختلفو دسيسو او اقسامو بدنام کړي مګر دوى ته په ياد نه دي چې د دې غيرتمنې خاورې اصلي بچيانو د سکندر څخه نيولى تر پخواني شوروي اتحاد پورې د ماتې په ډېر بد برخليک اخته نه کړل او امپراطوري يې ړنګې نه شوې ولې نه د سکندر په مقابل کې مقابله کوونکيو ته يې غازيان ويل او د انګريزانو په جګړو کې ملي آزادۍ غوښتونکي، د پخواني شوروي اتحاد په مقابل کې يې مجاهدين او د اوسني غاصب او خونخوارې امريکې او ناټو مقابله کوونکو ته طالبان وايي مګر په مجموع کې سره يوه معنا لري. په هر تقدير اوسني يرغلګر هم د پخوانيو يرغلګرو په لاره سيخ شوي او هغه ورځ ليرې نه ده، چې د نيکونو ياد راتازه کړي. په پاى کې زه خپلې خبرې د حمزه بابا په شعر راټولوم.

پښتو تورسرو ته درانه کاته دي
د پېغلو نجونو د عصمت نوم دى

خو د فرنګ د ملا هم واوره
وايي پښتو د جهالت نوم دى

خو په ځواب کې درته وايي حمزه
پښتو خو ګرانه! د جنت نوم دى