کور / کیسه / د یو مسلمان او یو مسیحي تر منځ دیالوګ (۳)

د یو مسلمان او یو مسیحي تر منځ دیالوګ (۳)

د ډاکتر حسن محمد باګل تالیف
د پوهنمل محمود نظری ژباړه
دیومسلمان او یومسیحی تر منځ د یالوګ : ۳

په آسماني کتابونو کې د انسان لاس وهنه

م – آیا ته ډاډه یې چې انجیل مقدس کتاب دی؟
ع- هو، زه ډیر ډاډه یم چې هغه د الله کلام دی .
م- لوک ۱:۲او۳. وګوره چې په دې هکله یې څه لیکلي دي.
ع- …«آن لکه هغوی چې موږ ته خپله راشي ، دا له اوله تر اخیره دشاهدانو او کاهنانو خبري دي ؛ دا ما ته هم ښه ښکاري ځکه له اوله د ټولو شیانو بشپړ مالومات راکوي. چې زه تاسو ته هغه مکمل او په ترتیب سره و لیکم».
م- چې «لوکا» خپله شاهدي ورکوي چې داټول راټول شوي مالومات د شاهدانو خبري دي، نه له الله له خوا الهام یا وحی شوي خبري .
ته تر اوسه پر دې باور یې چې انجیل د الله کلام دی؟
ع- دا برخه یې شاید د الله کلام نه وي!
م- تاریخ دا جوټه کړې ده، چې له هغه وخت څخه تر اوسه په انجیل کې لاسوهني شوي دي. ۱۹۵۲ او۱۹۷۱ د انجیل اصلاح شوی ستنډرد چاپ اود امریکا ستنډرد انجیل اود نوی نړۍ د مقدس کتاب په ژباړه کي د کینګ جیمز د چاپ په پرتله ځینې مادې حذف شوي دي. لیدر ډایجست زوړ انجیل ۵۰ په سلو کي مادې حذف شوي، او دنوی انجیل ۲۵ په سلو کي مادې لنډې اوحذف شوی دي
څو کاله مخکې مسیحی علماو تصمیم ونیو چې دانجیل کتاب بې ارزښته کړي.
آیا مقدس دا مانا لري چې انجیل له غلطیوڅخه پاک دی؟
ع- بلې، همدا ډول ده. ولي څه ډول غلطۍ ستا مقصد دی؟
م- د بېلګې په ټوګه په یوه چاپ کې لیکل شوي دي چې۵۰ کسه په عمر د پنځوسو مړه شول او بلي مادې کې بیا د هغو عمر ۶۰ کلنی لیکل شوی. آیا دا دواړه سم دی؟
ع- یا. دواړه سم نه دی ،یو یې سم او بل یې غلط دی .
م- که د مقدس کتاب په مادو کې توپیر وي ته بیا هم هغه مقدس بولې؟
ع- البته چې نه، ځکه مقدس کتاب د الله (ج) لخوا وحی کیږي او دا ناممکنه ده چې په هغه کې توپیر اوغلطۍ وي
م- نودا بیا مقدس هم نه ګڼل کیږي!
ع- هو؛ نو مقدستوب یې له منځه ځي.
م- که داسې یي نو په سلو کې سل اعتماد نه شوای پرې کولای
نو ته ددې غلطیو علت په څه شي کې وینې؟
ع- په لیکنه کې شاید غلطۍ لکه تغیرات ،حذفیات ، ډیرونه او لږونه شوی وي
م-چې په انجیل کي ضدو نقیض مادې وی بیا هم ته هغه مقدس ګڼې؟
ع- زه تر هغه دا نه منم تر څو د دې مادو داتوپیرونه خپله په خپلو سترګو ونه وینم!
م- دلته ډیر ضد او نقیض مادې (آیتونه) شته!
ع- په زاړه او که په نوی کتابو کې؟
م- په دواړو کې دا یې څو بېلګې دي
دویم سموییل۸۸:۴: او داود له هغه څخه زر ګادۍ او «اوه سوه »سواره..
لومړی کرونیکل۱۸:۴: او داود له هغه څخه زر ګادۍ او «اوه زره » سواره
۷۰۰ که ۷۰۰۰؟
دویم سموییل۸:۹-۱۰: هغه وخت «توی» د حمات پاچا خبر شو چې داود ټول خلک د «هدداعزر» مړه کړه نو وروسته توی خپل زوی ( جورام) داود ته واستوه
لومړی کرونیکل ۱۸:۹-۱۰: هغه وخت «توعو» د حمات پاچا خبر شو چې داود ټول خلک د «هاداریزیر» مړه کړه نو وروسته توی خپل زوی ( هدورام) داود ته واستوه
توی که توعو؟ هدعزرر که هاداریزیر؟ جورام که هدورام؟
دویم سموییل۱۰:۱۸ داود د سوریانو اووه سوه جنګی ګادۍ سپاره او«۴۰۰۰۰» پياده کسان حلال کړل چې « شوفاک» د هغو کپتان و
لومړی کرونیکل۱۹:۱۸ داود د سوریانو «۷۰۰۰» جنګی ګادۍ سپاره او«۴۰۰۰۰» پر آسانو سپار مړه کړل چې « شوباک» د هغو کپتان و
۷۰۰ که ۷۰۰۰؟ ۴۰۰۰۰ پياده که سپاره؟ شوباک که شوفاک؟
دویم کینګ:۸:۲۶ اخزیا د «دوه او شل »کالو و چې پاچا شو
دویم کرونیکل۲۲:۲ اخزیا د« دوه او څلوېښت کالو» و چې پاچا شو
۲۲ که ۴۲؟
دویم کینګ ۲۴:۸ یهویاکین«۱۸» کلن و چي پاچا شو او پر یورشیلم يي (۳) میاشتی حکومت وکړ
دویم کرونیکل۳۶:۹ یهویاکین«۸» کلن و چي پاچا شو او پر یورشیلم يې (درې میاشتی لس ورځي ) حکومت وکړ
۱۸ که ۸؟ درې میاشتي که درې میاشتی لس ورځي؟
دویم سمویل ۲۳:۸ د« تکمونت» یو د داود له زړورو سړو څخه و چې د کپتانانو مشر و پر څوکۍ کیناست مشهور په ادینو عضنیت و هغه خپله نیزه پورته کړه (۸۰۰) یې په یو وخت کې مړه کړل
لومړی کرونیکل۱۱:۱۱ یشبعان یو «هیکمونت» وو د داود له زړورو سړو څخه و د کپتانانو مشر و خپله نیزه یې پورته کړه ( ۳۰۰) یې په یو وخت کې مړه کړل
تکمونت که هیکمونت؟ ۸۰۰ که ۳۰۰؟
دویم سموییل۲۴:۱ او بیا (الله) غوسه شو
لومړی کرونیکل ۲۱:۱ او بیا (ابلیس) غوسه شو
الله که ابلیس؟
دویم سموییل۶:۲۳ میکال د شاهول لور تر مړینې اولاد نه درلود
دویم سموییل۲۱:۸ میرب د شاهول لور پینځه زامن درلوده
آیا میکال اولاد د رلود که یا؟: میکال که میرب؟
م-آیا میکال اولادونه درلوده که نه؟ د میکال نوم په 11 سموییل ۲۱:۸ تر اوسه د کینګ جیمز په چاپ کي شته اوپه نیو وړد ژباړه کې چې د( ییهوواه) په شاهدي دی، دانوم یې په‎( میرب) بدل کړي دي( نیو امریکاستنډرد بایبل۱۹۷۳)
ع- ما دا نه دي لیدلي؟ دا ډومره ډیری غلطۍ !؟
م- غواړې چې نوری هم درته وښیم :په پیداینه ۶:۳ کې وګوره:
« خدا ی وویل. زما روح ابدی له انسان سره نه شوای پاته کیدلای ځکه هغه فاني او نفساني موجود دی نو د سل او شل کاله پورې هغه ته فرصت ورکوم چې ځان اصلاح کړي»
نو نوح (ع) د څو کاله وو چې مړ شو؟
هغه دیو سلو شلو کالو نه ډیر عمر کړی دی .پیداینه ۹:۲۹ وګوره…« او ټولي ورځي د نوح( ع) نهه سوه کاله او پینځوس کاله وه چې هغه مړ شو»
ځینې د عیسوي علما وایي د انسان اعظمي عمر۱۲۰کاله نه دی بلکې توپان هغه وخت راغی چې نوح (ع) د( ۱۲۰)کالو و.
خو دا سمه نه ده نوح د طوفان په وخت کې د ۶۲۰ (۵۰۰-۱۲۰) کالو و، لیکن په انجیل کې( ۶۰۰ )کاله لیکل شوي دي
پیداینه ۵:۳۲ …« او نوح د۵۰۰ کالو و…» پیداینه ۷:۶ ..«او نوح د( ۶۰۰) کالو و، چې لوی سیلاب مځکه لاندې کړه»
خو دا دواړه توپیر سره لري.
مسیحیان باور لري ،چې الله (ج) انسان په خپل خیال کې جوړ کړ: تور اوسپین نارینه او ښځه.
پیداینه ۱:۲۶ …«الله وویل : انسان به ورته ځان ته جوړ کړم ترڅو د مځکې پر ژوو د اوبو پر کبانو او د هوا پر مارغانو فرمانروایي وکړي »
دا له (اشعیا)۴۰:۱۸او۲۵ سره تضاد لري …«… څرنګه الله توصیف وې ؟ هغه دچاسره پرتله کوې ؟
تاسو ما له چا سره پرتله کوئ ؟ څوک زما سره برابري کولای شي ؟ ارمیا)۱۰:۶،۷« اې خدایه! هیڅ څوک لکه تا نشته ځکه ته لوی یې او نوم دی ډیر د واک ډک دی »

نوربیا