ویکی لیکس نن د سی آی اې پټ اسناد خپروی
ویکی لیکس ویب پاڼه چی د افغانستان په جنګ کی یې د امریکا پټه څیره تیره میاشت رسوا کړه ، اعلان وکړ چی همدا نن به هغه مخفی اسناد خپاره کړی چی د « سی آی اې » د فعالیتونو او کړنو په باره کی دي .
د دې سایټ مؤسس ( ژولیان اسنج ) چی اسټرالوﺉ دی خو د څو هفتو راهیسی په سویډن کی اوسیږی په دې تور متهم سوی چی پر دوو ښځو یې جنسی تیرﺉ کړی دی او ځکه نو ښایی د تحقیقاتو سره مخ سی . خو هغه وویل چی دا تهمتونه به زما لخوا د پنتاګون ، سی آی اې او ناټو د پټو اعمالو رسواینی تم نکړی او همدا نن به د سی آی اې ځینی مخفی اسناد رسوا کړو .
دا چی دغه اسناد به څه شي وی ، نن به معلوم سی .