یو افغان پولیس دوه هسپانوي پوځیان ووژل
رویټر په خپل تازه خبر کی لیکی چی د بادغیس ولایت په مرکز کلای نو کی یو پولیس په روزنیز مرکز کی پر هسپانوی پوځیانو ضربه وکړه چی په نتیجه کی یې دوه هسپاوی پوځیان او د هغوی ترجمان ځای پر ځای ووژل او څو نور یې زخمیان کړل چی وروسته دغه پولیس او نور ملکی کسان هم ووژل سول . د دې پیښی په اثر څه باندی ۱۰۰۰ کسانو مظاهره وکړه چی د پی آر ټی ودانۍ ته یې اور واچاوه او اتلس کسان یې وویشتل سول چی د څو کسانو روغتیایی حال تخطرناک بلل سوی دی .
خو طالبانو اعلان وکړ چی هغه عسکر ( غلام سخی ) نومېدﺉ او څلور بهرني پوځیان یې وو ژل او هغه د طالبانو سره ارتباط درلود او دوه کاله یې کېدل چی په پوځ کی شامل و . طالبان وایی چی هغه د بهرنیو پوځیانو څخه د ملکی خلکو د شهیدانولو له امله کرکه لرله او ویل یې چی زه د ملکی خلکو انتقام د هغوی څخه اخلم .