کور / تازه خبرونه / خوست كې دحسن قرائت سيالۍ ترسره شوې .

خوست كې دحسن قرائت سيالۍ ترسره شوې .

دغه سيالۍ دخوست ولايت دپوهنې رياست لخواجوړې شوې چې ددې ولايت دبېلابېلومدرسو مولايانو،طالبانو،دولتي چارواكواوقومي مشرانوګډون كړى ؤ .
مراسم دقرانكريم دڅومباركواياتونوپه تلاوت سره پيل شول ،ورپسې دپوهنې رياست اداري مرستيال محمداكبرپرانستونكي ويناوكړه .
نوموړي پخپلوخبروكې دداډول سياليوګټې په ګوته كړې اوويې وې چې لدې سره زموږځوانان طالب العلمان لازياتوكوښښونوته هڅول كيږي .
محمداكبرژمنه وكړه چې دخوست ولايت دپوهنې رياست به په راتلونكي كې هم دغه ډول سيالۍ جوړې كړي اودسياليودغه لړۍ لانوره هم پسې اوږده كړي .
له پرانستونكي ويناوروسته دحسن قرائت سيالي پيل شوه ،چې دبېلابېلومدرسوحافظانواوقاريانوپكې په خپل وارسره دعظيم الشان قران مبارك اياتونه تلاوت كړل .
ددوى دقرائت اوغږڅرنګوالى دمولانافضل الرحمان اومولانا نواب خان لخواارزيابي كېدۀ .
دسياليولومړى ګټونكى په خوست كې دسراج المجاهدين مدرسې طالب العلم دنواب خان زوى عبدالحق  ونومول شو،دويم ګټونكى دنوموړې مدرسې طالب العلم دمحمدعلي خان زوى محمدافضل ،دريم دمحمودغزنوي مدرسې طالب العلم دسهارګل زوى جاويد اوڅلورم دمحمودغزنوى بل طالب العلم دعبدالقدوس زوى زبيرونومول شو .
دسياليولومړي ګټونكي ته دپوهنې رياست لخوا لس زره افغانۍ ،دويم ګټونكي ته اته زره افغانۍ ،دريم ته دوه نيم اوڅلورم ته هم دوه نيم زره افغانۍ جايزې وركړل شوې .
دسياليوپه پاى كې مولوي فضل الرحمان ،مولوي محمدداؤد وقفي اوقاري نواب خان ته دپښتني دودله مخې يوه يوه لونګى هم ورپه سركړاى شوه .
داپه داسې حال كې ده چې پدې وروستيوكې دهېوادپه يوشمېرنورو ولايتونوكې هم دعظيم الشان قران دحسن قرائت سيالۍ ترسره شوي .