کور / تازه خبرونه / افغانستان د ISBN غړيتوب ترلاسه کړ

افغانستان د ISBN غړيتوب ترلاسه کړ

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتاب ثبتولو نړيوال سيسټم غړيتوب ترلاسه کړ ، دا خبره د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشاور نجيب منلی تاييد کړه . په دې ډول به تر دې وروسته د کتاب خپرولو موسسې او خپرندويي ټولني کولای سي چي د کتاب خرڅولو لپاره په ټوله نړۍ کي بازار ته لاره پيدا کړي .


په کابل کي ددانش خپرندويي ټولني ريس ښاغلي اسدالله دانش د لراوبر ډاټ کام سره د خبرو پر مهال دا يو ګټور پرمختګ وباله ، نوموړي زياته کړه چي په تيرو څو کلونو کي دانش خپرندويي موسسې تر 2000  زيات پښتو بېلابېل کتابونه د خپلي ادارې له خوا چاپ او خپاره کړي خو د ISBN  د نومرې د نشتوالي له امله يې کتابونه په هيڅ کومه رسمي اداره کي راجستر سوي نه دي .


ښاغلي اسدالله دانش وويل چي تر دې وروسته به هر نر نوی چاپيدونکی کتاب په ISBN نمبر بازار ته راباسي.


ISBN  د ديارلسو عددونو څخه جوړه نمره ده چي د کمپيوټري شيفر ( بار کوډ ) سره يوځای ليکل کيږي ، دا بارکوټ او نمره د کتاب د شا پر پښتۍ چاپيږي ، ددې نمرې په وهلو سره د کتاب نوم ، د ليکوال او کتاب د منپانګي په اړه پيژندنه او د کتاب بيه کتاب پلورنکو ، کتابتونونو او . . .  ته د کمپيوټر د يوې بټني په وهلو سره څرګنديدلای سي .