کور / تازه خبرونه / خوست كې دپاكواوبوبله پروژه هم پرانستل شوه

خوست كې دپاكواوبوبله پروژه هم پرانستل شوه

تېره ورځ د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د سپنکي په کلی کې يوه د پاکو اوبو پروژه چې ٦٠٠ کورنيو ته به يې ګټه رسيږي د يولړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شوه . خوست والي ارسلاجمال دمالوماتوله مخې  پدغه پروژه باندې ٩٧ زره امريکايي ډالر لګښت راغلی چې په خوست کې  دولايتي بيا رغونې ډلې لخوا ورکړل شوې  .
 نوموړي ووې : لدې پروژې څخه به ٦٠٠ هغه کورنۍ ګټه اخلي چې لدې مخكې دپاکو اوبوله نشتوالي سره مخ ؤ. داپه داسې حال كې ده چې څو ورځې مخكې هم ديته ورته پروژه  چې ١٥١٦ کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کوي پرانستل شوه .