" /> " /> " /> " /> په سیمه او پښتونخوا کښي د رامنځته سوي ناورین تازه راپور – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / په سیمه او پښتونخوا کښي د رامنځته سوي ناورین تازه راپور video

په سیمه او پښتونخوا کښي د رامنځته سوي ناورین تازه راپور video

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري پخپل هیواد کي د سیلاب ځپلو سیمو څخه د نژدیو لیدنه وکړه .
نوموړی د سند په ولایت کي یوې ښوونځی ته تللئ و او هلته یې پخپل لاس خوراکي او نور د ضرورت وړ مواد یوڅو سیلاب ځپلو او بې کوره سویو خلګو ته ورکړل .

تېره اونۍ د هره کنجه پر ولسمشر زرداري نیوکه کېده، چي نوموړي انګستان او فرانسې ته خپل پلان سوي سفرونه ونه ځنډول،په داسي حال کي چي د هیواد نژدې اوولس میلیونه تنه یې بې کوره، بې ځایه او بې ډوډیه دوري – هوري کېدل .
بېلابېل راپورونه لیکي چي په سیلاب ځپلې سیمه کي شاوخوا ۱۶۰۰ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ . د ملګري ملتونو لخوا په راپورو کي راغلي دي چي د مړو دا شمېره به له بده مرغه بېله شکه زیاتیږي .

د ملګري ملتونو مرستندويي ټولني د نړیوالي ټولني څخه غوښتنه کړېده، چي د رامنځته سوي ناورین لپاره باید پاکستان ته ۳۵۰ میلیونه یورو ورکړي، ترڅو سیلاب ځپلو وروڼو او خوېندو ته د ضرورت وړ مواد ورسیږي .
دا خبره هم په بیا – بیا توګه تر ډېره اورېدل کیږي، چي مرستي ډیري کمي سوي دي . همدا ډول ځیني مرستندویه ټولني بیا وايي چي د تګ په لارو کي د ورانو سویو سړکانو او پلونو له امله ترډیرو پوري د ضرورت وړ مواد نه دي رسېدلي .
تراوسه پوري تقریبا د دېرشو فیصدو سیلاب ځپلو وروڼو او خوېندو سره مرسته سوېده .

د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي بېلابېل هیوادونه غواړي د پاکستان سره د مرستي په خاطر پخپل هیواد  کي پیسې ټولي کړې; ددې جملې څخه یو هم هالنډ دئ، چي تر نن پوري یې د سیلاب ځپلو اوسېدونکو لپاره ۱۶،۱ میلیونه یورو ټولي کړي دي .
خو له بده مرغه ځیني دا هم وايي، چي د اداري فساد او ځینو نورو مشکلاتو له امله په غربي نړۍ کي خلګ زړه نه ښه کوي، چي پخپل هیواد کي مرستندویو ټولنو ته پیسې ورکړي، ځکه د غرب اوسېدونکي په دې نظر دي، چي پیسې به یې د داړه مارانو په جیبونو کي ولویږي .
دا چي په پښتونخوا او شاوخوا سیمه کی رامنځته سوئ ناورین بې اندازې زیات مالي او ځاني زیان رسولئ دئ، نو د ځینو هیوادونو مرستندویه ټولني پیسې د پاکستان مرستندویه ټولنو ته نه سپاري، بلکي خپله کوښښ کوي تر سیلاب ځپلو وروڼو او خوېندو پوري خوراکي او نور د ضرورت وړ مواد ورورسوي .


انــــــــځورونه :