کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

نړيواالو ورځپاڼو هر يو نيويارک ټايمز او انګليسي ورځپاڼي ټايمز پر خپلو نننيو ګڼو کي د افغانستان پر اړه بېلابېل مطالب او تحليلونه خپاره کړي چي لنډيز يې دلته لولي.
نيويارک ټايمز:
« د ولسمشر کرزي ژمني » دا د نيويارک ټايمز د خپرې سوې مقالې عنوان دئ چي پر يوې برخي کي يې ليکي چي حامد کرزي د جون پر مياشت کي ژمنه کړې وه چي د اداري فساد پرضد به د مبارزې مخې ته پراته خنډونه له لاري ليري کوي، خو د ورځپاڼي پر وينا افغان ولسمشر له دې ژمني لږ ځنډ وروسته داسي کارونه پيل کړل چي له اداري فساد سره يې مبارزه ګرانه کړه.
ورځپاڼه وړاندې ليکي چي ولسمشر کرزي پر وروسيتو کي د امنيت د برخي خپل يو همکار چي له اداري فساد سره د مبارزې څانګي او د لوى څارنوال له لوري نيول سوي و، پر خپل امر له کاره ليري کړ.
نيويارک ټايمز بيا دې ته اشاره کوي چي افغان چارواکي اوس د دې پرځاى چي د حکومت دننه له اداري فساد سره مبارزې ته پام وکړي پر بهرنيو تورونه پوري کوي چي دوى د اداري فساد ورونه پرانيستې دي، دا ځکه چي له افغانستان سره تر اتيا فيصده ډيري سوي مرستې د غير دولتي موسسو له لاري سوي دي او د خپلواکو قرارداديانو له لاري سوي دي چي پر دغو موسساتو کي ډيري پيسې هم تيري بيري سوي دي.
لويديځ هيوادونه وايي چي د دولت پر لوړه کچه کي اداري فساد سته او له دې سره پر ټيټه کچه کي رشوت او اداري فساد پراخ سوى دئ.
د نيويارک ټايمز په وينا که چيري دواړه لوري افغان حکومت او بهرني مرستندويان پر يوه بل د تورونو لګولو ته دوام ورکړي، پر افغانستان کي به د اداري فساد ريښې وچي نه سي. خو که چيرته دواړه لوري له ځانه پيل کړي او د اداري فساد مخه ونيسي نو بيا پر افغانستان کي د اداري فساد له منځه وړلو ته هيلي پيدا کيږي.

ټايمز:
انګليسۍ ورځپاڼي ټايمز بيا پر خپلې تازه ګڼي کي د افغانستان د ملي اردو دننه ستونزي څېړلي دي، د دې مطلب پر يوې برخي کي لولو چي ناټو ځواکونه پر افغانستان کي تر وسه وسه هڅه کوي چي څومره ژر کېداي شي هغومره ژر د افغانستان پوځيان او پوليس تقويه کړي، څو د افغانستان امنيتي مسووليت پر غاړه واخلي او نور ناټو ځواکونو ته پر افغانستان کي جنګي ماموريت ورله غاړې نه وي.
د ټايمز ورځپاڼي پر وينا د ناټو دغه هڅې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، تر ګردو لوى مشکل د پوځيان تيښته ده. ورځپاڼه بيا ليکي چي لږ معاش، لږ تعليم، د عسکرو نه تعهد او د پوځي اډو لږوالي هغه څه دي چي يو شمېر پوځيان پر اسانۍ د افغان پوځ له ليکو تيښتې ته هڅوي.
د ورځپاڼي پر وينا پر داسي حال کي لويديځ له افغانستانه د خپلو پوځيانو د وتلو ستراتيژۍ ته تياري نيسي.
د ټايمز ورځپاڼي پر باور تر هغو چي د افغانستان پوځ او نور امنيتي ځواکونه د افغانستان ټولې امنيتي چارې پر غاړه اخلي، د بهرنيو ځواکونو وتل به ممکنه نه وي، ځکه چي اوسني افغان ځواکونه له مخالفو وسله والو سره د مقاومت توان نه لري، نو که چيرته بهرني عسکر ووځي، بيا به افغانستان د افراطيانو پر اډې بدل شي او دا ګواښ به يوازې د افغانستان تر سرحداتو متوجه نه وي.