کور / اسلامي / د روژه مات پر سترخان بايد څه وکړو؟

د روژه مات پر سترخان بايد څه وکړو؟

بسم الله الرحمان الرحيم

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

دروژې دماتولوپه وخت کي دغه لاندينۍ خبري که په پام کي ونيسو،نوانشاءالله په دې مبارکه مياشت کي به مودخيرپه کاروکي ونډه دپام وړوي هغه دادي :

(1)

په حديث شريف کي راغلي دي

أن للصائم فرحتان فرحة حين يفطر و فرحة حين يلقى ربه.
دروژاتي لپاره دوه خوشحالۍ دي،يوه دروژه مات په وخت کي اوبله

دخپل رب سره دملاقات په وخت کي .

دروژې دماتولودوخت خوشحالي خوموپه برخه کيږي،دهغي بلي خوشحالۍ لپاره بايدداسي هڅه وکړوچي روژه موداسي شي چي دهغې هم مستحق شو.

(2)دروژې دماتولوپه وخت کي دُعاءنه رديږي يعني هرومروقبليږي

نوپه دې وخت کي ډېري دُعاګاني کول پکاردي،خوله بده مرغه چي موږاکثره خلګ په دې وخت کي هم له خبرونه وزګارېږو.

په حديث کي راغلي دي:ددريودُعاءنه رديږي:يودروژاتي دعاءدروژې دماتولوپه وخت کي،دعادل باچادعاءاودمظلوم دُعاء چي هغه الله پاک

ترورېځوپورته کوي،داسمان دروازې ورته خلاصوي اوالله پاک فرمايي:زمادي په خپل عزت قسم وي چي زه به هرومروستامرسته کوم،که څه هم(دمصلحت له کبله)وروسته شي(مسنداحمد،ترمذي،ابن خزيمه،ابن حبان)

(3)په حديث شريف کي راغلي دي:

أن خلوف فم الصائم أطيب إلى الله من ريح المسك. (احمد،بيهقي)

{دروژې نيوونکي دخولې بدبويي الله پاک ته دمشکوتربوی هم ډېره زياته خوښه ده}

(4)دروژې دماتولوپه وخت کي هغه دعاګاني لوستل کومي به چي رسول الله صلی الله عليه وسلم لوستلې .

دوه يې دلته ذکرکوو:

اَلحَمدُلله الذي اَعَانَني فَصُمتُ وَرَزَقَني فَاَفطَرتُ

(بيهقي شعب الايمان 3\408)

ژباړه:ټول دکمال صفات دهغه الله لپاره خاص دي چي زمامرسته يې وکړه،نوماروژه ونيوله اوماته يې روزي راکړه،نوروژه مي ماته کړه؛

بله دعاءداده :

ذَهَبَ الظَمَأُوَابتَلَت العُرُوقُ وَثَبَت الاَجرُان شَاءَاللهُ تَعَالَی

(رواه ابوداودباسنادحسن،مشکات1\175)

{تنده لاړه،رګونه لانده شول اوانشاءالله تعالی اجرثابت شو}

(5)دډوډۍ دخوړلوځانګړي اداب شته،لکه په راسته لاس خوراک کول،بسم الله دخوراک په پيل کي لوستل اوداسي نور..

دهغوآدابوپه دې مبارکه مياشت کي په ځانګړي توګه مراعت کول پکاردي .

(6)دالله پاک شکراداکول ځکه هغه موږته هدايت کړی،داسلام مبارک دين يې راپه برخه کړی،دروژې اونوروعباداتوتوفيق يې راکړی او

دروژې دماتولولپاره يې روزي راکړې ده .

(7)هڅه کول چي يوه روژه نيوونکي ته دروژه مات لپاره څه ورکړو

ځکه داهم يوډېرمهم عمل دی،تردې چي دهغه دثواب په اندازه الله پاک تاته هم ستادخوراک دورکولو له کبله درکوي .

(8)په دې مياشت کي ډېري صدقې کول پکاردي اوبايد

دروژې دماتولوپه وخت کي دهغوبې وزلواوغريبانوحالت له پامه ونه غورزووچي دخوراک لپاره په کورکي څه نه لري .

(9)دروژې دماتولوپه وخت کي دځان اونورومسلمانانولپاره له الله پاک څخه دمغفرت اوبښني دعاوي کول .

(10)داسلام دسترلارښودجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم

اودهغه دملګروحالت هم بايدپه پام کي ونيسوچي پرهغوی به څوڅوشپې دلوږي په حالت کي تېرېدلې،تردې چي دلوږي له امله به يې

ډبري په نسونوپوري تړلې .

(11)بايدله ډېرخوراکه ډډه وکړو،نه بايددروژې دماتولوپه وخت کي ډېرخوراک وکړواونه هم دپېشنمي په وخت کي

ځکه دروژې دنيولويوحکمت اوغرض دادی چي مالدارخلګ دلوږو

له حالته خبرشي،دهغوی دلوږي اودتکليف احساس دوی ته وشي،که

خوراک ډېروکړل شي،چي په روژه کي وږی نشي نوبيادروژې دغه ستر

مقصدانسان ته نه حاصليږي .

(12)دوژې په ماتولوکي بيړه کول .

په حديث کي راغلي دي: ما زالت أمتي بخير ما أخرت السحور وعجلت الفطور{زماامت به ترهغه پرخيرباندي وي،ترڅوچي دوی پېشنمی ځنډوي اوروژه مات په تلوارسره کوي}

مطلب دادی چي لومړی بايدروژه ماته کړل شي اوبياوروسته لمونځ وکړل شي.

داتقوی نه ده چي څوک روژه ناوخته ماتوي،بلکي داګناه اوبدعت دی.

(13)روژه بايدپه خورما(کجورو)باندي ماته کړل شي.

ځکه داسنت طريقه ده اوپه دې کي روغتيايې لويې ګټي هم شته،که خورمانه وه نوبيادي په اوبوسره ماته کړل شي لکه څنګه چي په حديث کي راغلي دي .

(15)دروژې دماتولوپه وخت کي بايدخپل هغه مؤمنان اومجاهدين وروڼه هم له ياده ونه باسوچي دډول ډول کړاوونوسره لاس اوګرېوان دي،په ځانګړي توګه زموږپه جګړه ځپلي هيوادافغانستان کي .

هغوی ته بايددُعاوي وکړواوڅه ډول مرسته موچي ورسره په وس پوره وي،هغه بايدترې ونه سپموو.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين