تخار:دامريکاسفير ايکن بيرې نن دتخارنه ليدنه وکړه.

46 | اگست 30th, 2010


امریکا متحده ایالات هوډ لری چی په نژدی راتلونکی کی دتخارولایت دآمودسیندڅنډي دتحکیماتو اودنوموړی ولایت دسړکونواوواټونودجوړولوکار ډیرژرپیل کړی

په افغانستان کی دامریکامتحده ایالاتوسفیرایکن بیری چی نن یی له تخارولایت څخه لیدنه وکړه دیوه خبری ناستی په ترڅ کی یی خبریالانوته وویل : چی دغه دسفرموخه تخارولایت ته دامنیت څیړنه دښی حکومت داری سیستم تقویه کول اوداداری فساد دمخنیوی دلاروچاروڅارل اوارزونه ده

ایکن بیری هیله څرګنده کړه چی د۹ کلونووروسته په تخارولایت کی دپام وړبدلونونه راغلی دی اودوی به په نژدی راتلونکی په یادولایت کی په لویه ټولګټوپروژوکارپیل کړی

همدارازدامریکاسفیردافغانستان په ډیری ولایتونوکی وروستیولاسته راوړنوته په اشاری سره وویل : چی دتخار ولایت اوسیدونکیو ته به داقتصادی پروژوپه پلی کولوسره خلکوته دکاراوږدمهاله زمینه برابره کړی

داپه داسی حال کی ده چی یادولایت ته په دی وروستیوکی دافغان چارواکوترڅنګ امریکایی چارواکوپاملرنه زیاته شویده

نږدی ۹ میاشتی وړاندی هم دامریکامتحده ایالاتو ۲۸ عرادی تراکتورونه دنوموړی ولایت دکرهنی له ریاست سره مرسته ترسره کړی وه

Copyright Larawbar 2007-2024