کور / تازه خبرونه / کندوز:ماين دالمانې ځواکونويوعراده ګاډي تخريب کړ

کندوز:ماين دالمانې ځواکونويوعراده ګاډي تخريب کړ

لراوبر ويب پاڼې ته په کندوز کې ميشت دايساف په چوکاټ کې دالمانې دولايتي بيارغونې ډلې مطبوعاتې مسوول ډګرمن ويسل وويل :چې نن سهارېې دکندوزچهاردرې ولسوالۍ دامنيې قومندانې ته نږدي دښارنه 7 کيلومتره ليرې په يوعراده زغروال ګاډي دماين چاودنه وشوه چې دهغه په خبره په دغه پيښه کې يوازې ګاډي تخريب شوي مګر سرتيرواوسپروته په کې زيان ندي رسيدلې.
مګر دوسلوالوطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد لراوبر ته په راليږلې پيغام کې ادعاء کړي چې په دغه پيښه کې ديوعراده ګاډي دتخريب ترڅنګ 3 المانې عسکر وژلې او2 نوريي ټپيان کړي دي.
دپارلمانې ټاکنو په رارسيدوسره په کندوز کې دناامنيوپه پيښوکې دپخوا په پرتله ډيروالې راغلې دي.