کور / نثر / یوه خبره واوره !!

یوه خبره واوره !!

یوه خبره واوره !!

د آزادۍ او خپلواکۍ د سباوون سپین لمر به کله راخیژي ؟ هغه لمر چې خپلې زرینې وړانګې د ځمکې ټول تناوونه سره زرین او روښانه کړي ، هغه لمر چې د عزت او ناموس د خونديتابه پیغامونه په خپله ګلورینه غیږه کې یې نغښتلي وي ، کله به راخیژي ، هغه لمر چې د نومورکو شهداوو قبرونو ته د سپین سبا زیري وړي ، هغه لمر چې د ستړو او ګردوهلو غازیانو څڼو ته د نسیم خوږې وږمې چلوي او د هغو د راتګ زیري پرې کوی کله به راخیژي؟؟؟ الله الله ، هغه غازیان هغه شهیدان چې په کومه مېره کې پراته وو ، په کوم ارمان پراته وو ، نه مور وه ، نه خور وه ، نه پلار وه ، نه ورور وه ، نه کوم بل عزیز او دوست وو ، الله هغه ستا په دین ستا په نامه ، ستا په عشق او ستا په مینه په نومورکۍ او لارورکۍ کې پراته وو. الله هغه ستا د بې سرپرستو کونډو ، یتیمانو ، او تورسرو د عزت ساتونکي وو ، د پلار یوازینی بچی وو ، د خپلې مور د خوږې غیږې یوازینی کس وو چې د مور سترګې یې پرې یخې وې… نن هغه پلار هغه مور ، هغه خور ، او هغه ورور پرې خبر ندي ، چې په کومه دښته ، کوم بیابان ، کوم زندان ، کوم د صلیبي د وحشت او بربریت د تعذیبونو ښکار ګرځیدلی ، د چا د رحم او کرم درو ته به پروت وي ، الله اوبه به ورکوي او کنه ؟ ستونی به یې وچ وي ؟ په ورځو او شپو به ډوډۍ نه ورکوي ؟ الله ته لوی ذات یې .. الله ته علیم او عالم یې .. !!

او اې ځمکې او فلکه !! ستاسو سینې ، ستاسو زړونه او ځیګرونه څنګه نه څیریدل ، ستاسو سترګې له وحشته ولې نه رالویدلې ، ولې نه ړندیدلې ، ستاسو غوږونه ولې نه کڼیدل ، په هغه وخت کې چې تاسو د مظلوم زنداني او اسیر چیغې او کوکارې اوریدلې ، په هغه وخت کې چې دا یې په سپیو باندې داړه ، په هغه وخت کې چې له ده یې د عزت ټوله سرمایه او توښه واخیسته او دی یې د نړۍ په مخ کې لوڅ ودراوه ، په هغه وخت کې چې دا یې له ډیرو وهلو بې هوشه کړ او بیا یې په دوو کسانو په ځمکه باندې کش کاوه .. فلکه ،، ستا زړه نه سوځي او که زړه نلرې ،، ځمکې تا دې غیږه صلیب ته په کرایه ورکړې او که دې مونږ په غیږه کې ځای نلرو ، ځمکې !! تا دې غیږه صهیونیزم ته ورکړې او که مونږ دې له غیږې پیدا نه یو .. ځمکې ته به هم حساب او کتاب لرې ، ته به هم د احتساب ورځې ته ورځې .. له تا به هم پوښتنه کیږي ،، او اې ټولو موجوداتو !!!!!!!!! تاسو ته وایم !! زما غږ اورۍ او کنه !! چې فلک او ځمکه د احتساب محکمې ته حاضریږي ، له هغوی ځینې پوښتنه کیږي ، پوه شۍ  چې والله بالله ثم تالله چې له تاسو هم پوښتنه کیږي … له تاسو به ستاسو ددې نعمتونو پوښتنه کیږي .. له تاسو به ددا هر څه پوشتنه کیږي ،، ژوند له تاسو سره امانت دی ، په دې امانت کې خیانت مه کوۍ ، ددې ژوند حق ورکړۍ ، ددې هرې ساه حق ورکړۍ ، او ددوی حق وپیژنۍ او بیا یې حق ورکړۍ ، ددې عاجز او مظلوم ژوند په حق باندې خیټه مه اچوۍ کنه مظلوم او عاجز به شۍ ،، کنه وبه ځوریږۍ ، لالهانده به شۍ ، د پردي هیواد د پردیس په شان به کلي په کلي ګرځۍ خو څوک به نه وي چې دروازه مو په مخ خلاصه کړي … اوبه به غواړۍ خو څوک به نه وي چې اوبه درکړي ،

په هغه چا دا تور مه لګوۍ چې ستاسو د خویندو او میندو عزتونه ساتي ، په هغه چا تور مه لګوۍ چې سینه یې خنجر ته سپر نیولې وي ، په هغه چا تور مه لګوۍ چې پښې یې د اغزنو لارو تڼاکو کړې وي ، په هغه چا تور مه لګوۍ چې ستاسې د خور او مور ټیکري ساتي، لطفاْ د غرب د میډیا له زوره راووځۍ ، لطفاٌ د صلیب د سیوري لاندې نور ژوند مه تیروۍ ، لطفاٌ د صهیونیزم په دروغجنو وعدو باندې خپل آینده نسلونه په نطفه کې مه شنډوۍ .. ددوی دا وینا چې مجاهد د امریکا سرتیری ده ،، زه درته په خپل ایمان قسم خورم ، زه درته په خپل خدای قسم یادوم .. او وایم چې والله الذی نفسي بیده : دا دروغ ده ،، دا جعل دي ، دا فریب ده ،، دا مکر ده ،، دا د شیطان چال ده ،، هغه څوک به څنګه د امریکا او د غرب سرتیری وي چې په کور کې یې ماشومان له لوږې په خیټه تیږې تړي ، امیندواره ښځه یې په شاړه ځمکه حمل کوي او ددې وس نلري چې ډاکټر او کلنیک ته یې بوځي ، په شپو شپو او په ورځو ورځو یې په کور کې د ګرمې ډوډۍ بوی نه لګیږي .. الله الله ،، په میاشتو میاشتو یې خواږه او نازولي بچیان د غوښې رنګ نه ویني چې په څه رنګ ده .. خو یوازینی او مهربان پلار، د هماغې باپتې او باغیرتې ، او باننګې ،، او باعزتې خور خاوند .. ټوپک په اوږه په سنګرونو کې د صلیب په مقابل کې ددې لپاره چې ستا خور او ستا مور ،، ستا پلار ،، او ستا ورور د سبا ورځې د صلیبي لیوه له داړلو څخه وژغوري ،، آیا ددې مجال شته چې هغه دې خپله دغرب سرتیری وي ؟؟ آیا ستا خوله څنګه هغه ته په دې ویلو خلاصیږي، آیا ستا ضمیر او ستا وجدان دا څنګه مني چې هغه ته دې د غرب سرتیری ووایې ؟؟؟ ها !!!

که یې بیا هم ورته وایې نو بیا غوږ شه !!

چې ته هم د صلیب په کلیسا کې لوی شوی او پالل شوی یې ، ته هم د صهیونیزم په برګرونو او مکډونالډ باندې لوی شوی یې نو ځکه تا ته دا خبرې اصلا کوم مفهوم او معنی نلري ، تا ته دا خبرې ځکه معنې نلري چې ته د همداسې ورځې لپاره د همداسې سپیڅلو خلکو د آزار او اذیت لپاره پالل شوی یې .. او بیا هم په خلاصو غوږو واوره !! هغه ورځ لرې نده چې همدا غازي به دې تر سر ولاړ وي او له تا به ستا د اعمالو پوښتنه کوي خو ته به عاجز او ماضي به دې تر سترګو هسې یوه ډرامه ښکاري.. ځکه چې حال نلرې..


والعزة لله ولرسوله ولجمیع المؤمنین ولکن المنافقین لایعلمون ..