کور / نثر / تر شا لاس

تر شا لاس

په اوسني  افغانستان کي د هر بریالي سړي تر شا باید د یو بل کس یو غړی وي .
د هر ولسمشر تر شا باید د امریکا نوک وتلې  کوشنی ګوته وي.
د هر مرستیال  تر شاباید دیو کام کېڼه پښه وي.
د هر وزیر تر شا باید  د یو ګاوندي هیواد بټه ګوته وي.
د هر والی تر شا باید  د یو دوست هیواد یوتینګ سوک وي .
 د هر رییس تر  شا باید د یو بدماش شخ بریتونه وي.
د هر وکيل تر شا باید دیو ګوند پرې پزه وي.
د هر مامور تر شا باید د هغه د میرمني توره ژبه وي.
د هر پیاده تر شا باید د سواره  د وېښتانو ډکه خوله وي.
د هر ښځې تر شاباید د میړه  پتره يي زړه وي.
د هر درواغجن تر شاباید  دتور شیطان پونده وي.
د هر غله تر شا  بایدد خپل لمن په شااړولي کومندان  چپه ماغزه وي.
 د هرجنۍ پسې دیو زړه دربولي ځوان د واده کولو ژبه وي
 نو د خوار ولس پسې څه شی دی؟!
د هغو پسې د څټ ګرولي  ناتو منځنۍ ګوته ده!
کنایي:
خولی ويښتان کول( ډیر ویل خو څو ک یی نه ا وری)،مات زړه ( مایوس زړه)؛تورژبی ( شرارت اچونکی)،؛څټ ګرول( عذر یا خجل)،نوکان وتل(ډیر زیار کښل)،خپله لمن په شااړول( رسوا)، ژبه ورکول( وعده)؛ زړه دربول( وسواس).