کور / شعر / ترهګر سړي

ترهګر سړي

 
خدايه  رانه مه اخلې نور دسرسړي
پاتې مى يو څو كړې دلښكر سړي
 
مينه د اسلام  چې  زړه  كى نه لري
ورك دي شى مين په سيم او زر سړي
 
ښار كى دحسين ملګري  نه پريږدي
ګرځى كربلا كي د شمر سړي
 
جنګ دهوسونو زور اخيستى دې
بيا به خوري كمزوري زور اورسړي
 
ډول ته چي  ګډا كوي اتڼ كوي
ګرانه !  دغه نه دي دسنګر سړي
 
مونږ ورته پرتمه يو چي  رابه شي
وَړي ابا سيند دي دخيبر سړي
 
څو پورى چي غوره اتفاق نكړو
يو به سره نكړو لر او بر سړي
 
څنګه به دوخت مغول  ته غاړه ږدم
لاء خو شته وطن كى تر هګرسړي
 
وايي څوك چى  سوله ده او امن دې ؟
وار په وار مي ولي په ټټر سړي
 
 خير چى كوم انسان د انسان نه غواړي
واخلې خدايا  داسې ټول دشر سړي
 
دې ټكي ته فكر ملنګ جان وړې
وژنې بى هنره د هنر سړي



شمالي پښتونخوا كوهاټ