کور / تازه خبرونه / د سړې هوا د قربانيانو شمېر تر 900 اوړي

د سړې هوا د قربانيانو شمېر تر 900 اوړي

 


د سږکال ژمی چي په تيرو درو لسيزو کي يې ساری نه و ليدل سوی د هيواد په 25 ولايتونو کي 700 تنه وژلي او 200 نور يې سخت زيانمن کړي دي ، د دولتي ادارو د معلوماتو له مخي په دې ژمي کي تر دوه لکه ( دوه سوه زره ) زيات څاروي وژل سوي دي .


د کرني او ملدارۍ وزير عبيدالله رامين وايي چي يخي هوا له امله له مالدارو سره مرسته کوي او زيات شمېر ولايتونو ته يې د وترنرۍ ډلي ليږلي تر څو د مالدارو او څارويو سره يې مرسته وکړي .


هرات ، بادغيس، فراه ، غور ، دایکندی ، سرپل ، سمنګان ، تخار  بدخشان له هغو ولايتونو څخه دي چي تر ټولو زيات زيانمن سوي دي .


د يادوني وړ ده چي د يخ ځپلو سيمو سره د اړتيا وړ مرستي نه دي سوي ، بله خوا دولت وايي چي دولت د پي آر ټي ، دفاع وزارت او نړيوال غذايي پروګرام او روغتيا وزارت له خوا مرستي کړي دي ، خو دولت هم دا مني چي په دې نه دي توانيدلي چي ټولو اړمنو کسانو ته مرستي ورسوي .


اوس بېره داده چي تر دداسي سخت ژمي او ډيرو واورو اوريدلو وروسته راروان دوبي کي به سيلونه هم د نورو کلونو په پرتله خورا زيات وي ، ددې لپاره څه لاري چاري په پام کي نيول سوي ، دا هغه پوښتنه ده چي ښايي افغان دولت او نړيوال به يې د سيلونو د راتګ پر مهال ځواب کړي .