کور / نثر / د قلم او ميخ ناندرې او مظلومانه حکم

د قلم او ميخ ناندرې او مظلومانه حکم


 


قلم ورو ورو لګيا وو ، پر له پسې يې  توري  ليکل او کرښي يې جوړولې او دا ژمنه يې بيا بيا يادول  چي زه د پوهي رڼا خپروم  ؛ ناتوانه انسان  ته توان ورکوم  ؛ د فکر لوړتيا او ژورو تيا يې پياوړې کوم ؛ اونوري ژمني  .


 دا يې ليکل چي : زما ژبه د ارزښتمن فلزه جوړه ده ، زما له ژبې راوتي جملې د هر لوستي لپاره د هوسايې  الهام لري ، زما په ژبه د هري ژبي ويونکۍ پوهيږي ؛   د چا سره چي زه مل يم د هغه سره زيات انسانان مله وي  ؛ څوک چي ما نه لري هغو ته اړ وي چي ما لري  ؛  زه پر انسان دومره ګران يم چي د خپل زړه د پاسه مي ساتي ؛ او … قلم  لا په خپله ستاينه بوخت  وو ، چي  ناڅاپه ږغ شو .



واورۍ ، واورۍ  ،  زه مېخ يم ، زما هم ډيري ګټي شته  ،  زه د اور په لمبو سور شوۍ  او د څټک او سندان تر منځ  زيږېدلۍ يم ؛ زه د پيوند زړۍ  يم  ، زما  پرته نه د کور  ور جوړيږي او نه د جنګيالي سپر ؛ زما ارزښت  هم له  کروند ګر سره شته   اوهم د  صنعتګرسره ؛ ما ته عام او خاص  او ټول انسانان اړ دي ؛  زما شتون د ودانۍ شتون دۍ ؛ زه هم د قلم په څير دفلز له ذاته يم ؛ زه  تر هر چا لوړ لوړ يم ،   قلم هسي لګيا دۍ او خپلي ښېګڼي وايې . لا د مېخ خبري پای شوي نه وې چي د قلم او ميخ ناندريو ته د کابل ښار د بيلا بيلو سيمو نه د شهېدانو ارواح راورسېدل او د انصاف تله يې په لاس کي ونيول او دا حکم يې واوراوه :
موږ د کابل ښار د شهیدانو ارواح په ګډه وايو چي ، موږ نه  ستاسو دبي دوه پنځوس  ډوله الوتکو او نه د ځانمرګو بريدونو ډاريږو ؛ نه ستاسو د ډالرو او نه د ايرو پروا لرو ؛ موږ مِظلومانه شهېدان شوي يو او اوس يوازي د الله ( ج ) د رضا لپاره شهادت ورکوو  او وايو چي  : قلم او ميخ يو شان نه دي ؛ تر ټولو ستر توپير يې دا دۍ چي د قلم  ملګرتوب  نا اهله  ، اهل کوي  ، داسي اهل چي هم يې ځانته ګټه رسي او هم  بل انسان ته ؛ خو ميخ چي د نا اهله  ملګرۍ شي ، د بل انسان د سر پر کوپړۍ ټکوهل کيږي ؛ زموږ د سر پر کوپړيو دا زخمونه د اناهلو  په لاس  د ميخونود ټکوهلو له امله دي  .  نو ای د مځکي خلکو ! تاسو دمېخ او قلم په توپير پوه شۍ !  پام کوۍ چي مېخ او څټک د نا اهلو لاس ته  پرې نږدۍ ، که نه بيا به تاسي هم زموږ غوندي دې نړۍ ته  زموږ په شان مظلومانه را وليږي .