کور / علمي / د (( هویت )) په ساتنه کې د رسنیو ونډه

د (( هویت )) په ساتنه کې د رسنیو ونډه

يادونه : لاندنۍ ليکنه په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني لخوا د يوه ورځنی سيمينار ( پرديسي او د هويت ستونزه )د پاره ليکله سوې وه او اوس په لومړي ځل په لراوبر ويبپاڼه کي هم خپريږي . د هغه سيمینار نوري برخي په ويډيو کي وګورئ http://www.larawbar.com/detail.php?id=19312


په هالند کې د افغاني کلتوري ټولنې ښاغلی مشر !
د دغې ټولنې درنو مشرانو او غړو !
قدرمنو پوهانو !
درنو خویندو او ورونو !
اجازه راکړي تر هر څه دمخه ددغه علمي او ګټور سیمینار  د جوړولو  له امله تاسو ، ستاسو ملګرو او ټولو هغو پوهانو ، لیکوالو ، ژورنالیستانو ،څېړونکو  او فرهنګپالو افغانانو  ته د زړه له کومې د مننې او شاباسۍ مراتب وړاندې کړم چې په دې برخه کې لاس په لاس ورکړی . او ورسره جوخت دلته له ډنمارک څخه ددغه شان غونډو د مینه والو د  زړه  له تل څخه مبارکۍستاسو حضور ته وړاندې کړم . 
د (( هویت )) مسًله نن سبا نه یوازې دلته  له افغانستان څخه بهر چې دننه په افغانستان کې هم د یوې ستونزمنې مسًلې  په توګه سر راپورته کړی، او له همدې امله ده چې له دغه شان یوې ستونزمنې مسًلې سره تماس او د هغې راسپړنه زموږ له  نظره د قدر وړ علمي هڅه ده . پوره باور  لرو  په روان سیمینار کې د قدرمنو پوهانو او څېړونکو  جوړونکي اندونه او ګروهې  به دمسًلې ډېر تیاره ګوټونه  روښانه کړي .                                                                                                   
هغه ورځ چې ما او زمابچیانو خپل هېواد  د جهادي تنظیمونو د خپل منځي  تباه کوونکو جګړو له امله پرېښود دا د افغانستان د تاریخ یوه ډېره ویاړلې  او ملي ورځ وه .د زمري اته ویشتمه نېټه ، له انګرېزانو څخه د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو تاریخي ورځ ،موږ هر کال په دې ورځ جشنونه  او اتڼونه کول خو دا کال مو  خپل هېواد په داسې حال کې پرېښود چې د ټولو له سترګو اوښکې بهېدې ، همالته زه پوه شوم چې  له دا  ننه  زه او زما بچیان د (( هویت )) له ستونزې سره مخامخ شو او د دې دروند بار د وړلو  پېټی راپه غاړه شو ، دا یوه ستونزه شوه او تر ننه لکه ما په ملیونونو افغانان د (( بې هویتۍ )) په اور کې سوځي  . اوس چې دا دی څه باندې دوه لسیسزې له هماغې ورځې تېریېي ، دې پوښتنې هر وخت مصروف ساتلی یم چې د (( هویت )) په مسًله کې ولې دا بهر مېشته  افغاني رسنۍ  او یا له افغانستانه خپرېدونکې رسنۍ برخه نه اخلي ؟ اوس مې هم دې علمي غونډې ته  د خپلې مقالې نوم (( د هویت په ساتنه کې  د رسنیو ونډه )) ټاکلی  چې هیله لرم د مسًلې ځینې اړخونه له تاسو سره په ګډون کې  وڅېړم .ما  په پیل کې د هغو څلور مرکو متن دلته رانقل کړی چې څه موده مخکې مې راټولې کړې وې
…………………………
لومړۍ مرکه (( دا مرکه په دري ژبه ترسره شوې )):
خبریال : سلام
په ایران  کې یوه افغاني مهاجره : سلام و علیکم
خبریال: طوریکه شما در جریان هستین و حتما آغا صاحب  به شما ګفته است  که من علاقه دارم  در  رابطه به بحران هویت   با شما مصاحبه ای محتصر داشته باشم .
مهاجره : ( دغه افغان مهاجر په ایراني لهجه فارسي وایي ) بلې …….ایشان به من ګفته اند .
خبریال : بسیار خوب ….از نظر شما  هویت یعنې چه ؟
 مهاجر ه: هویت یعنې معرفت  انسان …یعنې وابسطه بودن انسان  به یک محدود ه ای معین جغرافیایي و تاریخ مشترک آن محدوده ، هویت یعنې مادر وطن  
خبریال :خوب  شما که  در وطن نیستېن ، و در یک محدودې جغرافیایي دیګرې. پناهنده شده اید ، آیا کمبود هویت را احساس نمې کنېد ؟
مهاجره : بلې ، بسیار …….ما را وادار به ترک وطن کردند ، همه جا تفنګ و تفنګسالار بود ،قوم کشي شروع شد همه یکدیګر را میکشتند ، من هم در آنزمان کودکې بېش نبودم  که با فامیلم  ….به ایران پناهنده شدیم ، پیش از ما ملیونها افغان دیګر به این کشور پناهنده شده بودند …….در این جا که من با کمبود هویت روبرو هستم ، خدا میداند که مهاجران پیش از ما چه ها که ندیده اند ؟ما با کمبود هویت نه بلکه با  تراژیدی هویت روبرو هستیم ، در مدرسه و دانشګاه  به سوی ما  مثل بیګانه و حتی به مثابه حیوان دیده میشود ، افغانی را اصلا انسان نمی دانند ، حتی پوشیدن لباس تمیزترباعث پرخاش  ایرانی ها میشود ،ما نمی دانیم کی هستیم ؟ و سرنوشت فرزندان ما چه خواهد شد ؟
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
دویمه مرکه (په پاکستان کې افغاني مهاجر چې پاکستاني لهجه لري) :
خبریال : سلامونه
مهاجر : وعلیکم و سلام و رحمت الله برکاته
خبریال : محترمه وروره ، تاسو ته به انجینیر صاحب هم  ویلي وي چې له هېواد څخه بهر د افغانانو تر مینځ د هویت د ستونزې په اړه له تاسو سره هم یوه لنډه مرکه لرو ؟ …
مهاجر : جي …..هو زه باالکل واقف یم
خبریال : ډېر ښه ….څه موده کیږي  چې تاسو پاکستان کې اوسۍ ؟
مهاجر : جي …زه خو صاحبه همدلته پاکستان کې رالوی شوی یم  اودلته اسلام آباد کې شا او خوا  ۲۹ کاله کیږي چې اوسیږو …. او دا د غم شپې او ورځې تېروو …..
خبریال : ولې د غم شپې او ورځې ؟
مهاجر :ولې به غم نه وي دلته خو موږ ته هډو د انسان په سترګه هم څوک نه ګوري …….سهار او ماښام مو په لارو کې ودروي ….د مزدورۍ دا یو څو روپۍ چې ګټو  هغه را څخه  دا پولیسان اخلي ، څوک راته ګلیم جم وایي ، څوک کمونیست  او څوک راته ملخد ، ځینې خو راته اشرار وایي ،…..ډېر ځله په لارو کې موږ ته او دا نورو افغاني ماشومانو او ځلمیانو ته  پوډري ،  او یو نیم خو راته طالبان وایي ……د تحصیل حق نه لرو ، او که کوم ځوان هم چېرته کوم ښووڼځي او پوهنځي ته لاره موندلې هلته له سپک چلند سره مخامخ دي ……موږ نه پوهیږو چې موږ څوک یو ؟ موږ یو بې هویته خلک یو ……زه یو افغان یم ، ژبه مې پښتو ده خو دلته د دې ځای پښتانه هم ما پردی ګڼي او راته کابلی وایي ……..موږ هم بدلون کړی  ، اوس زه هم لکه یو پاکستانی داسې یو انسان یم . او له بلې خوا زه خپل وطن کې نه یم ، ما ډېر افغاني دودونه هیر کړي .
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
دریمه مرکه (هغه مهاجر چې بېرته افغانستان ته راستون شوی ):
خبریال : سلام وروره
مهاجر : وعلیکم سلام ، په خیر راغلې
خبریال :  وروسته له څو کالو بېرته خپل هېواد ته راستون شوی یې؟
مهاجر : وروه زه وروسته له شلو کالو بېرته خپل هېواد ته راغلی یم ، پنځه کلن ووم چې مهاجر شوم .
خبریال : که په لنډه توګه راته د مهاجرت  د ژوند او دا چې اوس خپل هېواد  کې مېشت یاست . د دې دواړو  تر مینځ  په توپیرونو  راته  یو څه و وایاست ؟
مهاجر :صاحبه خبره دا ده چې زه د پنځو کالو ووم چې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته مهاجر شوو ، او دا ټوله موده په دې هیله او حسرت ، مینه او تلوسه  کې رالوی شو چې د کډوالۍ دا بد ژوند خدای راباندې  ډېر ژر په خیر ختم کړي  او په خیر او عافیت سره خپل ټاټوبي ته بېرته ستانه شو ، ها د چا خبره هر چا ته خپل وطن کشمیر دی .د مهاجرت دا شل کاله خو مو په بدمرغۍ او بې هویتۍ کې تېر کړل ، هلته خو یوازې د تنظیمونو د مشرانو اولادونو له مزو ډک ژوند وکړ، خو له بده مرغه چې دلته خپل وطن کې  مو هم اوس زاره وچاودله ، دلته نه کور لرو  نه ځای ، نه خپلوان  او نه ملګري ……هر څه راته پردي ښکاري ، هماغه په پاکستان کې زموږ لیډران اوس دلته راغلي او ځانونو ته یې د مزو ژوند جوړ کړي، په موږ خو دوزخ دی ، دوزخ .نه کار شته او نه کوم عاید ، بس په هره کوڅه کې راته د پاکستاني خطاب کیږي ، او اصلا موږ نه دا خپل اصلي هویت ورک دی چې موږ څوک یو ؟
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
څلورمه مرکه ( په ډنمارک کې یو اوسېدونکی افغان چې سمه پښتو ژبه نه شي ، او د خبرو متن یې موږ اصلاح کړی  ):
خبریال : سلام وراره
مهاجر : سلام کاکا څه حال ؟
خبریال : مننه ، ستاسو څه حال ؟
مهاجر : بس د الله فضل دی
خبریال : ډېر ښه ، وراره دا راته ووایه چې څو کاله مخکې دلته ډنمار ک ته راغلي ؟
مهاجر : مننه کاکا جانه ، زه له خپلې کورنۍ سره دلته څه باندې دولس کاله مخکې  راغلی یم ، هغه وخت لس کلن ووم او اوس څه باندې دوه ویشت کلن .
خبریال : ښه نو ……اصلا تاسو دلته رالوی شوی یاست ؟
مهاجر : بلې ، هو ، تقریبا ، خو که خدای وکړي چې بېرته خپل وطن ته لاړ شو .
خبریال :ولې ؟ دلته خو تاسو ته ټول امکانات برابر دي ،زده کړه ، کار سالمه او سمه فضا ، نه جنګ شته نه جګړې ، نه هم اقتصادي ستونزې …او داسې نور ؟
مهاجر : هو  دا هر څه شته خو هویت نه شته ، دلته زما مور او پلار ځوریږي ، ډېرې ستونزې دي ، زه اوس نه پوهیږم چې افغان یم که ډنمارکی ؟ مسلمان یم او که کوم بل څوک ؟
خبریال : نو تاسو داسې فکر کوۍ چې دا کومه لویه ستونزه ده ؟
مهاجر : فاجعه ده  فاجعه ، کور کې یوه فضا ده او د باندې بله ………په دې مانا چې په کور کې افغانان یو او د باندې ډنمارکیان .خپله ژبه مو سمه نده زده ، نه خپل تاریخ پېژنو او  نه د دوي ، که څه هم ډنمارکیان ډېر مهربانه خلک دي ، خو کله نا کله له کور نه بهر د افغان او مهاجر په نامه داسې خبرې   اورو  چې روح او روان مو راته سوځوي …..نه کوم افغاني مکتب شته ، نه کومه راډیو او یا ټلویزیون ، کوم ټلویزیونونه که شته  هم موږ پرې نه پوهیږو ، دا ټول یې سیاست کوي  او د دښمنۍ خبرې کوي ،  هر چا هر چېرته ټولنې او شورا ګانې جوړې کړي  او د یوه یې هم سم کار ندی معلوم ……موږ هم نه غواړو له کوپنهاګن څخه کابل جوړ کړو ، خو څه نا څه زموږ پوهان او د کلتوري ټولنو مشران هم باید  په خپلو کارونو له سره غور وکړي ، او یو چاره ولټوي …….مور او پلار هم زموږ پوښتنو ته سم  ځواب  نه لري
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
د پورتنیو مرکو له متن څخه په ښکاره توګه  څرګندیږي چې ستونزه د (( هویت )) د استازو  کم رنګي ، نیمګړی کار ،کمزوري او بې ګټې ونډه ده اوهماغه شان چې یوپوه وایي : (( تمدن هغه وخت تا لا کیږي چې خپل استازي له لاسه ورکړي ))
زما په ګروهه  دلته  له (( استازو )) څخه  موخه  همدا افغاني رسنۍ او په ځانګړې  توګه د کلتور د لارې خادمان لکه ژورنالیستان ، لیکوالان او د رسنیو خاوندان  او د فرهنګي ټولنو صاحبان دي .موږ رسنۍ نه لرو ، نه په هېواد کې دننه  او نه له هېواد څخه د باندې  او دا په داسې حال کې ده چې رسنۍ د ملت سترګې ګڼل کیږي .                                              
په پاکستان ، ایران ، هند  اود پخواني شوروي اتحاد  په بېلا بېلو جمهوریتونو کې د اوسېدونکو افغانانو ستونزه دا ده چې  د هرې کورنۍ مشران او ځوانان  دا ټول په یوې ګوله ډوډۍ پسې  په بازارونو او کارځایونو کې لالهانده ګرځي  او د ژوندانه دغه شان ستونزمنو اقتصادي حالاتو ، دې ته اړ کړي چې تل مدام  په مزدورۍ اخته وي  او په بشپړه توګه د خپل پلرني هېواد  سره اړیکه  او د افغاني کلتور ټول ارزښتونه هېر کړي  او د  بې هویتۍ په اور کې وسوځي .  په همدغو هېوادو کې اوسېدونکو افغاني ژورنالیستانو د دې اوږدو کلونو په موده کې  هېڅ ډول اغېزمن ګام ندی پورته کړی .څه  نا څه په یوه میاشت کې هم  دغو رسنیو یو یا دوه رپوټونه  او یا مرکې هم خپرې نه کړې .موږ دا نه وایو چې دې رسنیو به د مهاجرت ستونزې نه وي خپرې کړي ، دا کار یو شمېر رسنیو کړی او  اغېزمن هم و ، خو دلته خبره د (( هویت )) پر مسًلې ده چې له بده مرغه زموږ د رسنیو  هېره شوې .په افغانستان کې دننه رسنیو  هم ، هېڅکله دې ته پاملرنه و نه کړه چې  خپل استازي په پاکستان ، ایران ، هند ،تاجیکستان ، ازبکستان ، روسیې ، اوکراین ، ترکیې  او نورو  شا او خوا هېوادو کې د افغاني مهاجرو مرکزونو ته واستوي  او په خپلو رپوټونو ، مرکو او ګزارشونو سره د هغوي رابطه له خپل پلرني هېواد  سره وساتي .همدا خبره په اروپا ، کاناډا ، آسترالیا ، امریکا ، نوي ځلاند  او نورو سیمو کې مېشت افغاني ژورنالیستانو ، د رسنیو خاوندانو او د هغوي د فرهنګي مرکزونو او ټولنو استازو ته هم متوجه ده . تر ټولو بده دا چې د افغانستان  د بېلا بېلو افغاني حکومتونو سفارتونو  چې له ځان سره کلتوري څانګې هم لري ، لا اقل د یو ځل لپاره  هم دافغاني کډوالو د (( هویت ))  ستونزې ته کومه پاملرنه و نه کړه  او یو کوچنی ګام یې هم په دې برخه کې  پورته نه کړ .موږ دا خبره نه ده هېره کړې چې دلته په اروپا ، امریکې ، کاناډا ، آسترالیا  او د پخواني شوروي اتحاد  په جمهوریتونو کې ډېر شمېر  افغاني ژورنالیستان فعاله دي  او یو شمېر یې ټلویزیوني او راډیویي کانالونه لري ، ورځپاڼې ، مجلې ، اونیزې  او خپرونې لري ، خو له بده مرغه  دغو رسنیو د (( هویت )) د ساتلو ستر امر ته ډېره لږه  پاملرنه هم  نه ده کړې ،او د کورنیو  پېلا بېلو ډلو ته نه دي رسېدلي . د کورنیو له ډلو څخه مو یادونه وکړه ، لږ به دا ډلې  راوسپړو :
ـ د میندو او پلرونو ډله
ـ د ځوانو بچیانو ډله
ـ د ماشومانو ډله
زما په اند  له هېواد نه بهر  فعاله رسنۍ لکه د پیام افغان  ټلویزیون ، د آریانا افغانستان ټلویزیون  چې دا دواړه له امریکې خپریږي ، همدا راز  د بیات بنیاد د آریانا  افغانستان ټلویزیون ، دغه راز  شمشاد او یو شمېر نور افغاني  ټلویزیونونه  په همدې ډول په بېلا بېلوهېوادو کې سیمه ایز افغاني ټلویزیونونه  او راډیوګانې ، دا یو هم د (( هویت )) د جنجالي بحث او خبرو  لپاره  یوه ورځ  هم لازم  کار و نه کړ .دلته زه نه غواړم  په خاصه توګه د کوم خپرنیز  ارګان او یا کومې  اینترنیتي پاڼې  د کار په نیمګړتیاوو بحث وکړم او د چا خبره  پرې کره کتنه وکړو ، خوپر هغو څېړنه  او بیا د (( هویت ))  په ساتلو کې د همدغو رسنیو د اغېزمنتیا  په اړه  پلټنه  د یو رسالت  او مکلفیت  په توګه ترسره کوم او په ډېرې درناوۍ سره هیله لرم  زما خبرې د بد بینۍ له اړخه و نه ارزول شي .
قدرمنو پوهانو !
زما په اند په اوس وخت کې په بهر کې او دننه په افغانستان  کې  افغاني رسنۍ  په پنځو ډلو وېشل کیږي :
۱ـ  په هېواد کې دننه رسنۍ  چې ددغو رسنیو  څخه یوه کوچنۍ برخه یې په بهر کې د لېدو یا لوستو وړ ده .
۲ ـ  له هېواد  څخه  بهر د افغانانو راډیوګانې  او ټلویزیونونه .
۳ ـ  په بهر کې د افغانانو  چاپي رسنۍ .
۴ ـ  له بهر څخه  افغاني انترنیت پاڼې .
۵ ـ  په بېلا بېلو هېوادو  کې د افغانستان  د سفارتونو مطبوعاتي یا کلتوري څانګې .
که په دې ټولو  خبرې وکړو  نو له هېواد څخه  دننه رسنۍ دلته په بهر  کې نه یوازې  د چا لاس ته نه ورځي ، چې ډېرې بې اغېزې هم دي ، یا په بله وینا  تر اوسه  په افغانستان کې دننه رسنۍ دومره نه دي پراخې او پیاوړي شوې چې  لمنه یې دلته تر اروپا یا امریکا ، کاناډا  او لا اقل تر روسیې   او هندوستانه ورسیږي .، یوازې موږ همدا یو امکان لرو چې د افغانستان  د ملي ټلویزیون  ننداره وکړو چې له کابل څخه خپریږي او  له دې امله چې بې کیفیته ، بې اغېزې  خپرونې لري  او ډېرې په زړه پورې برخه لا نه لري ، دلته په بهر کې هم چندان لیدونکي نه لري . نوموړی ټلویزیون (چې یو شمېر کارکوونکي یې له اروپا څخه  کار کولو ته ورغلي پوره تکړه کارپوهان دي )،. په اصل کې د تنظیمي او فرقه یې وېش یوه برخه ګرځېدلې ، او د رسنیو دغه ډول مافیا تر اوسه د یو ځل لپاره هم  په اغېزمنه توګه د (( هویت )) مسًله تر بحث لاندې و نه نیوله ، له بلې خوا ډېر څېړونکي په دې ګروهه دي چې په افغانستان کې دننه  مطبوعات او رسنۍ هم د هغو کسانو په لاس کې دي چې  له یوې خوا زیاتره غیر مسلکي کسان دي ( د مسلکي کسانو حساب له دې ډلې وتلی ) او له بلې خوا د وخت اړتیاوې یا نشي درک کولای او یا هم  یو لړ مسایل د بېلګې په توګه د   (( هویت )) مسًله دوي ته  لومړیتوب نه لري .                                                                       درېمه برخه  هماغه د افغانانو هغه شمېر  خپرونې دي چې په چاپي بڼه کله نا  کله  خپریږي . دغه ډول اخبارونه ، مجلې ، ورڅپاڼې ، اوونیزې  او میاشتنۍ  هم دومره سیاسي شوۍ  چې نور نو  په پاڼو کې یې  د (( ملي هویت )) مسًلې ته  او په تېره بیا  په بهر کې  د اوسېدونکو افغانانو  او له هغې ډلې د ځوانانو لپاره  هېڅ ځانګړې برخې نشته .د شتون له پلوه افغانان له دې پلوه ډېر بډایه دي .له ۱۹۹۲ کال نه وروسته  تر ننه په بهر کې ډېرو افغانانو دا ډول خپرونې لرلې که په مسکو کې د هندوکش، فردا ،آواز ، اتحاد او عمل ، مهاجر ژوندون، لیمه  او نوید روز خپرېدلې نو په لیننګراد کې د بهیر او په ډنمارک د  آمو   ،هیله ، خپلواکي ،  او په سویډن کې د نوې هیلې ، په لندن کې د شمله  او محبت په نامه ،ملي تړون په بلجیم کې ،  دغه راز په ناروې کې د  دعوت ، او په همدې توګه  په ډېرو نورو هېوادو کې  د افغانانو ډېر شمېر خپرونې وې چې ډېری یې اوس نه خپریږي  ، او کومې چې خپریږي هم  په دغه برخه کې  یا په بله وینا د (( هویت ))  په برخه کې هېڅ موثریت نه لري، تقریبا د ټولو خبري برخه یو شان ده او زیاتره سیاسي مطالب خپروي . .موږ تر اوسه په دې نه یو بریالي شوي چې  خپله یوه رسنۍ د افغانانو تر کوره ور  ورسوو ، او دا په داسې حال کې ده چې د پاکستانیانو ، ایرانیانو، عربو ، ترکانو ، یوګوسلاوی ، روسانو ، هندیانو او ډېرو نورو مهاجرو فرهنګیانو د خپلو  خلکو دغه اړتیا تر ډېره حده په ښه شان ترسره کړې .                          
څلورمه برخه  د افغانانو لخوا په بهر کې راډیویې او ټلویزیوني خپرونې دي . دا یوه ډېره مهمه برخه ده .دلته د دې خبرې یادول ضروري ګڼم چې د افغانستان په پېښو کې  د یو شمېر ښکېلو هېوادو  پښتو او دري خپرونې په دې برخه کې حساب نه دي ،  د بېلګې په توګه  د بي بي سي ، امریکې غږ ، اشنا ټلویزیون ، د آزادۍ راډیو ،  دویچې ویلې  ( آلمان ) ،  د هند ، پاکستان ، ایران ، چین ، روسیې ، تاجیکستان ، ازبکستان  او یو شمېر نورو  شا اوخوا هېوادو دولتي او یا اینجویي نشرات  چې زموږ د (( ملی هویت )) په ساتلو کې کوم مکلفیت  پر غاړه نه لري  ، او لکه چې ټولو ته جوته ده  دوي ځانته  بېل اهداف او نشراتي تګلارې لري .                               
د افغاني کډوالو لخوا  جوړ شوي راډیویي او ټلویزیوني  کانالونه  لکه دواړه آریانا ، پیام افغان ، دغه راز په ځینو هېوادو کې د  افغانانو سیمه ایز کانالونه که څه په خپل ذات کې مهم  او غوره ګامونه بلل کیږي ، او دا  له ورایه څرګندوي  چې افغاني ژورنالیستان  لا هم دا مینه او تلوسه لري  چې د خپل پلرني هېواد (( یاد ))  او د خپل ځان ، خپلې کورنۍ او نورو پردیسي هېوادوالو (( هویت )) هم ژوندی وساتي ، خو له بده مرغه  په دغو رسنیو کې داسې یوه خپرونه ما و نه لیده چې  په پرله پسې توګه د ( هویت ) مسًله وڅېړي ، او پیغام یې د هر مهاجر افغان تر غوږه ورسوي . دا اړتیا پر خپل ځای پاتې ده  او دا چې ولې  موږ یې دلته  لا املونه یې یادوو :
الف ـ   دغه خپرونې کومه ځانګړې تګلاره ، پالیسي  او کوم خاص  شعار نه لري .
ب ـ    په دغو خپرونو کې چلوونکي غیر مسلکي کسان دي  او که شته هم ډېر د ګوتو په شمېر دي .
ج ـ     د دغو رسنیو  له یو زیات شمېر خپرونو څخه د کرکې ، نفاق ، بدبینۍ ، انتقام ، تعصب ، او سیاسي تنګ نظرۍ نښې نښانې له ورایه ښکاري .
د ـ     د افغاني مهاجرو په پراخو ډلو کې د (( هویت )) په برخه کې  چې زموږ د بحث موضوع ده ، دوي کوم پروګرام یا کومه ځانګړې برخه نه لري
ذ –  د دغو ټلویزیونونو خپرونې  په هېڅ صورت د انتګرېشن  لپاره  په خاص ډول  او په نورو هېوادو کې د افغاني  ځوانو محصلینو، لپاره  په عمومي ډول  هېڅ یو اعېزمن ګام ندی پورته کړی . (البته د ښاغلي عمر خطاب  په پیام افغان کې یوشمېر داسې خپرونې شته چې تر یوې اندازې دغو اړتیاوو ته  مثبت ځواب ورکوي . ).
په همدې ډول هماغه شان چې مخکې مو هم ورته اشاره وکړه  د نړۍ په بېلا بېلو هېوادو کې  د افغاني سفارتخانو مطبوعاتي څانګو هم  تر اوسه هېڅ داسې محسوس کار نه دی کړی  چې هغه دې  په بهر  کې اوسېدونکو افغانانو ته ګټور وي ، دا ځکه چې  ددغو  مطبوعاتي او کلتوري څانګو په سلو کې نهه نوي کارکوونکي  داسې کسان دي  چې نه مطبوعا ت او رسنۍ پېژني  او نه هم  هغوي د (( هویت )) په نوم کوم تعهد  لري .دوي لا اقل په هماغه هېوادو کې چې کلتوري آتشه دي ، نه  یوازې  کومه خپرونه  خپره نه کړه چې   د افغاني ځوانانو ټولنو ته یې هم   یو ځل  سر  ور ښکاره نه کړ . دغه څانګې دومره کمزوري  او بې ګټې دي چې د افغاني مهاجرو په مینځ کې د (( ملي هویت )) مسًله خو لا څه کوې چې بهرنیو هېوادو او نړېوالو  ته د افغانستان  د ورپېژندنې په کار کې هم ناکامه  او بې کاره دي .دوي سره د دولت پيسې ، موټرې ، صالونونه ، چاپخانې ، دیپلوماتیک امکانات  او دې ته ورته ډېرې نورې آسانتیاوې په واک کې دي ، خو له هغه ځایه چې  دوي مسلکي او کارپوهه کسان نه دي ، دغه اړتیا بې ځوابه پاتې ده ، او تر هغه ځایه چې اطلاعات ښیي  په دغو څانګو کې هم زیاتره د جنګسالارانو  او تنظیمونو استازي مقرر دي .
دلته به یو څه  هم د افغانانو انترنیت پاڼې  په ځغلنده توګه وګورو ، هغه پاڼې  چې  اوس د خدای په فضل ښې پرېمانه دي او زیاتره یې له بهر څخه یو شمېر افغانانو  تنظیم کړي .
اوس د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه  کوچنۍ او سترې انترنیتي پاڼې  د افغانانو دغه سیالي  هم پوره کړې ، خو له بده مرغه  دغو پاڼوهم لا تر اوسه خپل  غوره ځای نه دی نیولی .له دې خبرې که تېر شو  چې افغاانان  د کتګورۍ  له مخې ځانګړې او د علومو بېلا بېلو  برخو ته اختصاص  شوې پاڼې  نه لري ، یوې پاڼې هم  هغه شان چې لازمه ده ، د (( هویت )) د ساتلو او تبلیغولو په  برخه کې  خپله دنده  په ښه  شان نده ترسره کړې او د چا خبره    ‎  له دې مهمې مسًلې سره یې ډېر بابېزه چلند  کړی.، په دې ډله کې زما خپله پاڼه چې د (( خپلواکۍ )) په نوم یادیږي په دې برخه کې ډېره نیمګړې ده ، خو شته داسې یوه نیمه پاڼه چې په دې اړه یې کله نا کله اغېزمنه ونډه درلوده ، د ټول افغان ، دعوت ،  لرو اوبر ، بېنوا ، افغان ادبي بهیر ، مستانه  او یو  شمېر نورو اینترنیتي پاڼې   په دې برخه کې د نسبتا ښو پاڼو په کتار کې راتلای شي .
قدرمنو پوهانو !
غواړم په دې برخه کې ستاسو پام دې اصل ته هم راوګرځووم  چې د (( ملي هویت )) د ساتلو  په ستر امر کې  د افغانانو کلتوري ټولنو هم هغه شان  عمل نه دی کړی څنګه  چې ښایي . د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې افغانانو ، د بېلګې په توګه په واشنګټن ، یا دلته په ډنمارک او یا د کوم بل هېواد په هر ولایت ، هره ولسوالۍ  او هر کلي کې  یوه افغاني ټولنه  جوړه کړې ، چې که حساب شي  نو د چا خبره  نږدې هرو لسو تنو  ځانته یوه ټولنه جوړه  کړې ده .ددغو ټولنو کثرت د هغو کار بې اغېزې کړی .دا چې ولې دومره ډېرې ټولنې جوړې شوي ؟دا نو لکه د افغانستان  د ګوندونو او تنظیمونو  لړۍ ده چې زموږ د بې اتفاقیو څرګندونه کوي  او کله چې د کار پایله داسې وي ، بیا  نو  د (( هویت ))  مسًله  څه چې  ان یو د بل مخې ته هم نه ورځي  او له سیالۍ او حسادت نه  یو د بل په جومات کې نه کیني .دا ټولنې باید تنکي ماشومان او ځوانان  په خپلو غونډو او محافلو کې را وبلي او له هغوي سره د هغوي په ګډون کډ کار وکړي .
پایله
د (( هویت )) مسًله  نن ورځ په نړۍ  کې تر ټولو مهمه او جنجالي مسًله ګڼل کیږي ، او دا په داسې حال کې ده چې(( نړېوال کېدو )) یې رنګ پیکه کړی، خو بیا هم د هر (( هېواد ))  هر (( چا )) ته خپل  (( هویت )) لا اوس هم په قوت کې پاتې دي .موږ د یونسکو د عمومي مدیر کوشیرو ماستورا له دې خبرې سره همغږي یو چې وایي : د (( ملي هویت ))  او (( ډېرو فرهنګونو )) اص اوس ـ اوس د نړېوال کېدو د لړۍ له کبله  له ګواښ  او ستونزو سره مخامخ دی ، خو موږ هم دا خبره کول غواړو چې  ان د یونسکو همدغه مدیر هم حاضر نه دی  چې خپله دی او د ده بچیان دې له خپل (( ملي هویت )) څخه تېر شي .په دغه شان حالاتو کې د ټولنو مخکښه استازي  یا په بله وینا د رسنیو خاوندان  هماغه څراغونه دي چې د هېوادونو او ولسونو د  (( هویت ))   په ساتلو کې تر ټولو ستر رسالت او مکلفیت پر غاړه لري . دوي په دغه کار سره په اصل کې د تمدنونو او فرهنګونو (( تاریخ ))  ژوندی او روښانه ساتي .    ( پای )                                                                                 
اخځلیک :
– ـ د ( دعوت ) جلا جلا ګڼې ( په ناروې کې خپرېږي ـ ښاغلی طارق بزګر یې چلوونکی دی )
– –  په ۲۰۰۰ز کال کې د یونسکو رپوټ
– ـ  په بهر کې د افغانانو د راډیویي او ټلویزیوني خپرونو ځېنې منځپانګې
– –  بېلا بېلې  افغاني اینترنیت پاڼې .
– –  په بهر کې د افغاني ځلمیانو د سالمې روزنې او پالنې لارې چارې څ لیکوال : یوسف هېواددوست ـ د سویډن د مالمو د ښار  سیمینار ـ۲۰۰۷ ز کال
– –  د ( هیله) مجلې بېلا بېلې ګڼې ( دا له ډنمارک څخه د عبدالماک بېکسیار په زیار خپرېدله )
– ـ  د ( خپلواکۍ ) د خپرونې د مرکو آرشیف .( له دنمارک څخه د مېرمن فیضیه هوسا په مدیریت خپریږي )