کور / تازه خبرونه / د پاکستاني کرکيټ غمېزې زور اخيستى

د پاکستاني کرکيټ غمېزې زور اخيستى

وروسته تر هغه چې يوې برتانوۍ ورځپاڼې پاکستاني کرکيټ لوبغاړي په مېچ فيکسينګ ( په لوبه کې د پيسو په بدل کې وار د مخه ټاکل شوى کار کول) تورن کړل په نړۍ کې د کرکيټ مينه والو او کرکيټ لوبغاړو سخت غبرګون ښودلى.
د نيوز آف د ورلډ ورځپاڼې له خوا دغه راپور دوې ورځې وړاندې هغه مهال خپور شو چې کله مجيد نومي کس دا ومنله، چې پاکستاني بالرانو محمد عامر او محمد آصف د پيسو په بدل کې نوبالونه کړي دي.
د پاکستان او انګلينډ تر منځ ټيسټ سيريز روانې وې چې په څلورو لوبو کې يوازې يوه يې پاکستان وګټله.
ورځپاڼې د مېچ فيکسينګ دغه مالومات او ويډيو د يوه پاکستان الاصله برتانوي خبريال محمود مظهر په مرسته تر لاسه کړي چې په نړۍ کې په نقلي شېخ مشهوره دى.
نقلي شېخ و مجيد نومي کس ته ځان په عرب خان تېر کړى و، ورځپاڼې هغه ويډيو ښودلې چې په کې مجيد نژدې د يو سلو او پنځوسو زرو فاونډو سودا کوي او دا خبرې هم کوي چې د لوبې په کومه برخه کې به د بالر له خوا نوبال کيږي.
په يوه بله ويډيو کې بيا ښودل کيږي چې د مجيد له خوا هغه صدرۍ سلمان بټ ته ورکول کيږي چې د سودا پېشکي پيسې په کې پرتې وې، په دې ويډيو کې د لوبډلې دوه نوي لوبغاړي هم ترسترګو کيږي.
مجيد دا هم ويلي چې په دې سودا کې د کپتان سلمان بټ، کامران اکمل، وهاب، او ۷ نور لوبغاړي شامل دي چې لا يې نومونه نه دي روښانه شوي.
د پاکستان پخواني لوبغاړي عمران خان ويلي که چىرې پر پاکستاني لوبغاړو دا جرم ثابت شي، بايد ډېره سخته سزا وويني تر څو زموږ راتلونکې نسلونه عبرت ځنې واخلي.
پخواني کپتان رميز راجا هم په پېښه ډېر خپه دى او وايي چې لوبغاړو ته بايد سزا ورکول شي.
د کرکيټ نړيوالې شورا ويلي، او د پاکستان کرکيټ بورډ ويلي چې د پېښې په اړه پلټنې کوي.
د يادونې وړ ده چې دا ډول مېچ فکسينګ د شرط وهلو او ګټلو لپاره کيږي، چې له همدې لارې په نړۍ کې زيات شمېر خلک په ميلينونو ډالر په شرطونو ګټي.