کور / تازه خبرونه / کندهار : په خوشاب کي يو کلينک جوړ او ګټي اخستني ته وسپارل سو

کندهار : په خوشاب کي يو کلينک جوړ او ګټي اخستني ته وسپارل سو

د کندهار ښار ختيځ پلو هوايي ډګر ته څيرمه د خوشاب کلي کلينک چي پر ٤٠٠ متره مربع مځکه او د ٩٥٠٠٠ امريکايي ډالره په لګښت او ٨ بابه اطاقونه لري په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټي اخستني ته د يو لړ مراسمو په ترسره کولو سره وسپارل سو .
په دې مراسمو کي د عامي روغتيا رئېس عبدالقيوم پخلا او د سيمي نورو خلکو او سپينږيرو ګډون کړى وو .
د کندهار ولايت د عامي روغتيا رئېس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د دې کلينک د پرانستني پر مهال د سيمي د خلکو د هر اړخيزي همکارۍ څخه مننه وکړه او وې ويل(( په دې کلينک کي ټولي هغه اسانتياوي چي د يوه کلينک دپاره لازمي دي شتون لري او همدا راز ټولي اړيني لکه د مور او ماشوم، ولادي او نسايې، عاجلو پيښو، ساري ناروغيو او د واکسين څانګي فعالي دي . نوموړي وويل چي دا به د دې سيمي د خلکو دپاره ډېر اړين وي او ښار ته به يې د درملني په موخه د راتګ ضرورت نه وي .