کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په ادب او هنر کې هم ژبنی سرطان؟

په ادب او هنر کې هم ژبنی سرطان؟

رحیم  جاوید

تعصب په عام ډول او په تېره بیا ژبنی هغه، د انسان شخصیت لپاره د سرطان ناروغي ده.  څرنګه چې، د سرطان معمولي یا بدني ناروغي، د انسان فزیکي یا بدني ژوند ته بالاخره د پای ټکی ږدي،  ژبنی سرطان هم، چې د ژبني ړانده تعصب نه راولاړیږي،  بیا د انسان ټولنیز شخصیت هدف ټاکي او هغه تباه کوي.
مسله دا ده ، چې زمونږ د هیواد په سیاست کې، ژبنی تعصب په ډېره بیرحمانه توګه او په پراخه کچه په دغه سرطان اخته سیاستوالو! لخوا کارول شوی دی او اؤس هم نه یوازې چې په وطن کې مو د کرغېړن شوي سیاست د سون توکي برابروي، بلکه قدرت ته  د رسېدو په موخه، د ځینو ناروغه کسانو او ډلو لپاره  تر ټولو اسانې او له مالي لګښت پرته لارې په توګه،  په پراخه کچه او پوره بیشرمۍ سره کارول کیږي.
د افغانستان په سیاست کې، قومي، ژبني، نژادي او حتی محلي تعصب او احساساتو نه کار اخېستلو پایله هر څه که وي خو موخه یې څرګنده ده او هغه دا چې کاروونکي یې غواړي له دې لارې د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندي او قدرت، چوکۍ او پیسې تر لاسه کړي.
 که دغه تعصبات، د چوکۍ، مقام یا د پیسو او نورو مادي امتیازاتو لاسته راوړلو لپاره وکارول شي، د ټولې ناولتیا سره سره به ښایي لږتر لږه د متعصبو وګړو او ګروپونو په نړی لید کې توجیه ولري او و به وایي چې دغه دی، د دې وسیلې له لارې قدرت، پیسې او یا نور مادیات لاس ته راوړي، چې د دې کار بېلګې زمونږ په هېواد کې بې شمېره او څرګندې دي او د افغانستان په ناروغ سیاست کې،  دا کومه نوې او د حیرانتیا خبره هم نه ده او لازمه هم نه ده چې دلته پرې بحث وکړو.
خو زما لپاره د حیرانتیا او افسوس خبره دا ده، چې اؤس د ادب او هنر په برخه کې هم ځینې ادیبان او لیکوالان! په خپلو ادبي! نقدونو او قضاوتونو کې د ژبني سرطان عینکې کاروي. د حیرانتیا او پوښتنې ځای دا دی، چې د ادب او هنر په نړۍ کې د ځینو اشخاصو لپاره،  د ژبني تعصب کارول او ټول هنري او ادبي موضوعات د ژبني تعصب په تله تلل،  څه ګټې لرلای شي.
یو څه موده وړاندې مې په لر او بر افغانستان وېبپاڼه کې یوې خبرتیا ته پام شو،  چې په یوه اروپايي هېواد کې د افغانستان نامتو او خوږ ژبی شاعر، ښاغلي عبدالباري جهاني د ادبي مقام د درناوي غونډې په اړه وه. خبرتیا، په ډېره ښایسته ادبیاتو په دري ژبه لیکل شوې وه؛ خدای شته ډېر خوښ شوم او فکر مې وکړ، چې که زمونږ یو شمېر افغانان له یوې خوا د پردیو لخوا په تپل شوې کورنۍ جګړه کې اخته دي؛ سیاست مو د تعصبونو په زهر، زهرجن شوی، خو د دې ټولو سره سره زمونږ فرهنګیان، ادیبان او د قلم خاوندان د هېواد څخه بهر، د ملي وحدت شمع بله ساتلې او د افغانیت محور د ملي پولو نه بهر لا هم ساتونکي لري.  زه خپله هم په رښتیا چې ډېر و هوسیدم، چې کاشکې وتوانېږم  په داسې یوه ویاړمنه غونډه کې ګډون وکړم، خو له بده بخته ماته دا کار شونی نه و.
په هر حال، یو څه موده وروسته مې چې بیا د انترنت لیدلو وخت پیدا کړ، په جرمن ان لاین کې مې د ښاغلیو نصیر سهام او صبور الله سیاه سنګ لیکنو ته پام شو، چې ډېر زړه کښوونکي سر لیکونه یې هم در لودل او په دې تمه مې د هغوی په لوستلو پیل وکړ چې د نماځغونډې د بهیر په اړه به معلومات تر لاسه کړم او یا به،  په غونډه کې د ښاغلي جهاني له نویو ډالۍ شویو شعرونو نه، چې کېدای شي دې ښاغلیو په خپلو لیکنو کې نقل کړي وي، خوند واخلم او په دې توګه به په نماځغونډه کې د ګډون تنده به پر دې ماته کړم. خو په ډېر تآسف چې د هغوی په لیکنو کې مې نه یوازې دا چې خپله مطوبه تر لاسه نه کړه، بلکه ډېرې کمزورې خبرې مې په کې ولیدې چې زه خو يې د  یوه ماشوم نه هم تمه نلرم، دوی ښاغلي لیکوالان! او فرهنګیان! خو پرېږده. همدې لیکنو دې ته اړ ایستم چې په اړه يې زه هم یو څه ولیکم.
البته یاده دې وي، چې زه نه شاعر یم او نه هم لیکوال؛ نه زما دا لنډه تبصره، د ادب او شعر په برخه کې کومه فني او تخصصي لیکنه ده، نه هم د ښاغلي عبدالباري جهاني سره کومه شخصي اړیکه او یا پېژندګلوي لرم او نه هم دلته د هغه نه د استازیتوب تکل لرم، بلکه یوازې د یوه عادي افغان په حیث  غواړم خپل نظر وړاندې کړم.
زه،  د ښاغلي جهاني صېب له شعرونو سره ډېره مینه لرم، په تېره بیا د هغه حماسي شعرونه.  د ښاغلي جهاني د حماسي شعرونو سره مې مینه هغه وخت پیدا شوه،  چې د  )دارالمجانین( تر سرلیک لاندې په لومړي ځل د ده یو ښکلی شعر، د ده په ښایسته غږ کې واورېد.  دغه شعر، هغه ناتار او غوبل یې  په  ډېر ریښتني او واقعي توګه انځور کړی ؤ، چې د پردیو په لمسون،  د افغانستان کورنیو دښمنانو، په کابل کې د نویمې لسیزې په پيل کې، پر مظلومو او بې دفاع افغانانو  جوړ کړی ؤ.
په هر حال، خبره ډېره نه اوږدوم او راڅم د نوموړو ښاغلیو په ځینو خبرو لږ مکث کوم. که څه هم د نوموړو ښاغلیو تبصرې او خبرې په تېره بیا د ښاغلي سیاه سنګ هغه،  په ظاهره د ادبي نقد تر پوښښ لاندې مطرح شوې وې، خو د ادب او شعر ماهران خو پرېږده چې ما غوندې یو عادي وګړي ته هم په آسانۍ سره جوتېده چې دا خبرې نه یوازې د ادبي نقد نه ليرې، بلکه هغه کښنځلې وې چې په څرګنده د قومي او ژبني تعصب او شخصي حسادت نه یې سرچینه اخېستې وه.
 ښاغلی نصیر سهام په خپله لیکنه کې وایي، چې جهاني صېب ته د ښاغلي اکرم عثمان لخوا د یوه نه تکرار کېدونکي شخصیت لقب ورکړل شوی دی او وایي چې نوموړی، د جهاني صېب د )پښتنو بېړۍ ډوبیږي) شعر تر سختې اغېز لاندې راغلی او ګنې جهاني صېب د دې پېرزوینې وړتیا نه لري. خو د سهام صيب دا نیوکه،  یوازې شخصي حسادت او لېونی تعصب کولای شي توجېه کړي. آیا ښاغلي نصیر سهام په قرآن کریم کې کوم آیت موندلی دی چې په راتلونکې کې د کوم بل جهاني د راتلو زیری ورکوي؟ او جهاني صېب ته د نه تکراریدونکي شخصیت په ویلو سره، سړی د قرآني نصوصو منکر وګڼل شي؟
ښاغلي نصیر سهام ته په کار وه،  چې که یې غوښتلای چې د جهاني صېب ادبي او علمي مقام تر ارزونې لاندې ونيسي او که یې تر وس او تخصصي واک دا کار پوره وای، نو له فنی او تخصصي زاویې نه به یې  د جهاني صېب شعرونه نقد کړي وای. خو دا کار یې ښايي ځکه نه وي کړای، چې نوموړی، د دې کار مسلکي وړتیا او صلاحیت په ځان کې نه ویني.  د ښاغلي جهاني،  د ادبي شخصیت په باب، د ښاغلي اکرم عثمان د نه تکرار کېدونکې کلمې نه مقصد ښایي د جهاني د ادبي شخصیت سره مینه وي او دا د هر چا حق دی چې د خپلې خوښې کلماتو باندې د یو چا د ادبي او علمي شخصیت درناوی وکړي،  او په انصاف چې حق یې هم وییلي دي. ښاغلی سهام چې جهاني صېب د  نه تکراریدونکي شخصیت په نوم یوازې یادولو دومره ځورولی دی، که هغه د نوبل جایزه ترلاسه کړې وای، خبره به چېرته رسیده، شاید چې د خپلي لیکنې د لیکلو چانس یې هم پیدا کړی نه وای.
دا هم ډېر د تعجب ځای دی، چې ښاغلی نصیر سهام، چې یو وخت یې په مارکسیسم – لینینزم سر ورکاوه او په افغانستان کې د خپل دغه مقدس! آرمان د لا غوړیدا لپاره  ، د ځان په شان د نورو ځوانانو روزلو ته هم مټې رانغاړلې وې، یو وار څنګه خپل هغه انتر ناسیونالستي فلسفې لوی ډګر چې ټولې قومي نژادي او … پولې ړنګوي، پرېښود او د قومیت په تنګه سوړه ننوتئ او پر دې سربېره، نوموړی نن سبا په هغه هېواد کې ژوند کوي، چې حکومتونه به یې ده او د ده انترناسیونالستو! ملګرو،  امپریالیست او انسان دښمنه رژیمونه بلل او اؤس،  په امپریالیستي آبخور هغه څه خوري، چې څو کاله وړاندې یې هغه،  د کارګرانو او زیارکښانو وینې بللې.
ښاغلی سهام،  د جهاني صېب په اړه،  په خپلو د تعصب او شخصي حسادت نه ډکو الفاظو بسنه نه کوي،  بلکه د ښاغلي سیاه سنګ په ژبني سرطان ککړ ادبي نقد!؟ څخه هم دفاع کوي. دی، په دې کار سره دا خبره ډېره ښه  ثابتوي،  چې د ده او د سیاه سنګ مرض یو دی او هغوی  دواړه،  د ژبني تعصب په ګډ آبخور یې سره خوري.
ښاغلي سیاه سنګ، د جهاني صېب شعرونو ته، په خپله لیکنه کې، یو مخ د ژبني تعصب له عینکو کتلي دي او په تعصب پړسېدلي قلم یې لیکلې ده. که سړی دغه لیکنه پرته له دې، چې د لیکونکي نوم ته یې پام وکړي او یا له هغه سره مخکینۍ پېژندګلوي  ونلري او ویې لولي، هم د لیک دود او هم د لیکونکي د پیغام له پلوه، سړی دا ګومان کوي چې لیکنه، یو افغان وګړي نه بلکه کوم ایراني لیکلې ده او هغه هم داسې یو ایراني چې له افغانانو د ګورګین د غچ اخیستلو هڅه کوي.
دغه ښاغلي، د جهاني صېب د یوه شعر په باب چې پکې یې د هغو کسانو په باب، چې د نفاق فکرونه په سر کې پالي، د وهلو او کشتن کلمې کارولي دي، سخته اندېښنه ښودلې ده. نوموړي،  داسې ګومان کړی چې ګنې په دغه شعر کې د جهاني صېب اشاره ښاغلي سیاه سنګ ته ده. نوموړی، په ډېر خندوونکې توګه د جهاني صېب دغه شعر د جنایي عدالت په تله کې تلي او هغه د عدلي پلټنې وړ ګڼي.
ښاغلی سیاه سنګ، په دې توګه د هغه نفاق اچوونکو او نفاق پالوونکو پر وړاندې،  چې افغانستان یې تباه او برباد کړی دی، په شعر کې هم کرکه  نه لوریږي او د دا شان شعر ویوونکی د هغه حکومت عدالت ته سپاري، چې د دموکراسۍ او بشر حقوقو تر نامه لاندې، هره ورځ په افغانستان کې درجن، درجن ګناهکار او بېګناه انسانان په وینو لمبوي. که دغه ښاغلی، د )وهلو او کشتن) سره دومره وران دی، په دې اړه خو به یې هم یو څه لیکلي و او سترګې او خوله به یې پرې نه ګنډله.  خو متآسفانه، دا ښاغلی د انسانانو دغه ډول ډله اییزه وژنه او شکنجه)  وهل او کشتن(  نه ګڼي.
دغه دوو ښاغلیو لیکنو ته په کتو سره، داسې ښکاري چې دوی د جهاني صيب د ادبي مقام نمانځغونډې ته د نمانځنې په نیت نه،  بلکه دغه غونډې ته د هغه د غندنې په نیت تللي وي. ډېر افسوس په دې کوم چې مونږ افغانان څومره کمزوري خلک یو، نه خپله څه کولای شو او نه دبل چا ښه کار زغملای شو.
یاد شوي ښاغلي په ژبني سرطان باندې دومره سخت اخته دي، چې که جهاني صېب،  د شعر پر ځای د ریاضي پر یو څو فورمولونو او معادلو هم کار کړای وای، نو د دوی تر نیوکو لاندې به راغلای وای او زما په اند،  په داسې وضعیت که به یې له کومه ځایه چې په ریاضي کې عددونه کارول کیږي، نو هرومرو به یې د لویو اعدادو مخالفت کړای وای او ویل به یې چې ولې د وړوکو اعدادو تر څنګ یې غټ هغه کارولي دي.
په پای کې باید ووایم، چې ښاغلي سیاه سنګ ته مې پخوا، د  یو دقیق او ځیرک علمي څېړونکي په سترګه کتل، خو اوس مې چې د ده،  په ژبني سرطان دغه ناروغه لیکنه ولوسته، نو په اړه مې یې په خپل تېر قضاوت شک پیدا شو او بې له شکه، چې د ده او د ده په شان نورو ناروغو لیکوالانو حتی په علمي لیکنو هم باور په کار ندی، ځکه دوی په خپلو علمي لیکنو کې هم علمي اصول تر پښو لاندې کوي او هرڅه،  د ژبني سرطان په ناروغ ذهنیت او ناروغه سترګو ګوري او په علمي برخه کې هم عینیت اوبې پرېتوب تر خپلو تعصباتو قربانوي. د داسې  ناروغانو د روغتیا په هیله!