کور / تازه خبرونه / کندهار : ٣ کيلومتره سړک جوړ او ګټي اخستني ته وړاندي سو

کندهار : ٣ کيلومتره سړک جوړ او ګټي اخستني ته وړاندي سو

د ښاروالۍ او فوائد عامې رياستونو له خوا په کندهار ښار کي د ودانيزو کارونو د لړۍ په دوام د يوه بل سړک چي د کندهار ښار د څلورمي ناحيې اړوند د خواجک بابا په سيمه کي پروت دئ د ښاروالۍ په مالي لګښت او د قوائد عامې رياست دخوا په اساسي ډول جوړ او ګټي اخستني ته چمتو سو . نوموړى سړک درې کيلومتره اوږوالى لري او د ١١٤ لکه افغانيو په مالي لګښت جوړ سوى .
د دې سړک د جوړېدني په اړه د فوائد عامې رئېس وايي چي په دې سره به د دې سيمي د خلکو هغه ستونزي چي د لاري د خرابوالي له کبله وې رفعه او هغوى به په اساني او سمه توګه د يوه ځاى څخه بل ځاى ته تګ راتګ کوي .