کور / راپور / بلخي پښتنو مشرانو سپينې سپينې خبرې وكړې

بلخي پښتنو مشرانو سپينې سپينې خبرې وكړې

د بلخ ولايت ځينو مشرانو وويل، چې د ټاكنو په را رسېدو ځينې ټوپكسالاران د طالبانو په نوم د دوى سيمي ناامنه كوي.
دوى دغه څرګندونې د ۱۳۸۹ وږي په ۷مه، د پخواني جهادي قومندان اميرجان ناصري په مشري ((د بلخ د يووالي او سمون شورا)) په نامه  د پرانيستل شوې ټولنې په وياړ جوړې شوې غونډه كې وكړې، چې نږدې پنځه زره پښتنو پكې برخه اخيستې وه.




د غونډې ګډونوالو د خبرو په ترڅ كې د خپلو ستونزو په اړه له هېچا سترګه ونه سوزېده او د خپل روڼ راتلونكي په موخه يې سپينې سپينې خبرې وكړې.


د غونډې ويناوال او د بلخ د يووالي او سمون  شورا غړي ډاكټر برنا د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، چې د بلخ ولايت په پښتون ميشتو ولسواليو كې ځينې سيمه اييزې سياسي ډلې د طالبانو په نامه ناامني جوړوي.
نوموړي زياته كړه، چې په بلخ كې د دولت د مخالفانو شتون او هڅې دومره نه دي، څومره چې ورته تبليغ كېږي.
د هغه په وينا د پښتنو ځينې سياسي مخالفين د خپلو وسلوالو ډلو په مرسته د دوى په سيمو كې په دې موخه ناامني جوړوي، چې پښتانه ولسي جرګې ته لاره پيدا نه كړاى شي.



همداراز د بلخ د سمون شورا د رهبرۍ غړي ډاكټر وكيل متين په جذباتي انداز وويل، چې پښتانه اوس د سيمه ايزو سياسي ډلو په چالونو پوه شوي دي.
نوموړي په پښتنو غږ وكړ، چې په ډېره پيمانه په ټاكنو كې برخه واخلي او د خپلې رايې په كارونه خپل استازي ولسي جرګې ته ورسوي.


همدارنګه د ځوانانو په استازيتوب ځوان ليكوال ذبيح الله احساس وويل: ((د خوښۍ ځاى دى، چې په لومړي ځل مو مشرانو د شته ستونزو په اړه سپينې سپينې خبرې وكړې.))
نوموړي په بلخ ولايت كې د پښتنو د وروسته پاتې كېدو لامل د تعليم نشتون په ګوته كړ او له مشرانو څخه يې په كلكه غوښتنه وكړه، چې په خپلو ماشومانو زده كړې وكړي.
نوموړي  له نوماندانو څخه غوښتنه وكړه، چې د بريا په صورت كې دې په شمال كې په مورنۍ ژبې د زده كړو اسانتيا برابرې كړي.



د غونډې په اوږدو كې د بلخ د يووالي او سمون شورا لخوا پښتنو ته درې غوره شويو نوماندانو (حاجي عبدالله مندوزى، ګل رحمان همدرد او ډاكټر ګلالۍ نور ساپۍ) هم خپلې څرګندونې وكړې.


ولسي جرګې ته خپلواك نوماند عبدالله مندوزى د مشرانو هڅې وستايلې او خلكو ته يې وويل، چې د نوماندانو په انتخاب كې ډېر پام وكړي.
نوموړي زياته كړه، چې هغه وخت به خپلو روا موخو ته ورسېږي، چې پښتانه يو بل ته سره لاسونه وركړي او د ستونزو په حل كې سره يوځاى شي.



ورپسې خپلواك نوماند ګل رحمن همدرد له خلكو وغوښتل، چې په ټاكنو كې پراخه ونډه واخلي او په سيمه كې خپل شتون ثابت كړي.
نوموړي وويل، چې وخت رسېدلى، چې پښتانه خپل برخليك پخپله وټاكي.


پښتنې خپلواكې نوماندې ډاكتر ګلالۍ نور ساپۍ ولس يووالي ته راوباله او له خلكو يې وغوښتل، چې د خپل د حق د ترلاسه كولو لپاره غږ پورته كړئ.
نوموړې زياته كړه، چې پرديو ته وخت مه وركوئ، چې ستاسو بچيان په ناحقه زندانونو ته ولېږي او يا يې په بېلابېلو نومونو ووژني.


په غونډه كې له كوچيانو څخه غوښتنه وشوه، چې له بلخ ولايت څخه د كوچيانو خپلواك نوماند سيد محمد حريق ته رايه ور كړي.


د غونډه په اوږدو كې د بلخ ولايت ستر عالم او د اسديې عالي دارالعلوم ښوونكى مولوي جان محمد په اسلام كې د ټاكنو پر ارزښت وغږېد.
نوموړي وويل، چې رايه د فرد حق نه، بلكې فريضه ده او وړ كس ته بايد وركړل شي.


د غونډې په پاى كې د بلخ د يووالي او سمون شورا د فرهنګي مسوول ډاكټر ضياالرحمن لخوا ۸ماديز پرېكړليك وړاندې كړاى شو، چې د ډېرى ګډونوالو د منلو وړ و.
په پرېكړليك كې د هېواد د اساسي قانون، مركزي حكومت او د سولې د ملي مشورتې جرګې د پرېكړو څخه د ملاتړ يادونه وشوه.
همداراز وغوښتل شول، چې د ټاكنو د ترسره كېدو په موخه دې د بلخ پښتون ميشتو ولسواليو امنيت ته ځانګړې پاملرنه وشي.
په پرېكړليك كې د ټول شمال په كچه په مورنۍ ژبه د زده كړو غوښتنه هم وشوه.


د بلخ د يووالي او سمون شورا د جوړېدو هْڅې يوه مياشت مخكې په دغه ولايت كې ولسي جرګې ته د پښتنو نوماندانو د را كمولو په موخه، پيل شوې.




دغه لړۍ ((د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې)) له خوا پيل شوه او د بلخ د يووالي او سمون شورا پاى ته ورسوله.
د شمال جرګې او د بلخ د يووالي او سمون شورا د پښتنو نوماندانو شمېر له ۲۲ څخه ۱۱ تنو ته را ټيټ كړ.