کور / تازه خبرونه / ناټو:د القاعده دوه لوړ پوړي مشران مو وژلي دي

ناټو:د القاعده دوه لوړ پوړي مشران مو وژلي دي

د ناټو ویاند ویلي دي چې تېره ورځ یې د هیواد په ختیز ولایت کونړ کې د القاعده سره تعلق لرونکی او د کونړ په سېمه کې د طالبانو قومندان عبدالله عمر القریش د یوې حملې په ترڅ کې وژلی دی ، په دې حمله دهغه یو ملګرې چې د بارودو جوړولو کارپوه هم و، وژلی دی ـ د یو بل خبر تر مخه د القاعده یو بل مشر شیخ الفاتح دیکشنبې په ورځ د یوې بې پیلوټه الوتکی د حملې په ترڅ کې وژل شوی دی ـ پاکستاني چارواکي وايي چې د ددواړو پېښو په اړه پلټنې کوي چې آیا ریښتیا هم دغه کسان دیاد شویو حملو ښکار شوي دي که نه ـ
د یادونۍ وړ ده چې پاکستان قبایلي سېمو کې د بې پیلوټه الوتکو د بمبارۍ غندنه کړې ده ،خو ناټو هر وخت ویلي دي چې دوي د خپلو ځواکونو د خوندي کونې او خپلو مخالیفینو د تعاقب په لړ کې ترسره کوي ـ