کور / اسلامي / نصرانيان بايدپه څه نامه يادکړو؟

نصرانيان بايدپه څه نامه يادکړو؟

نصرانيان بايدپه څه نامه يادکړو؟
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
دنصرانيت دمحرف دين پيرويان  اودصليب دخودساخته  عقيدې لرونکي ځانوته
مسيحيان اوعيسويان وايي، داځکه چي دوی په دغه نومانوکي مسيح عيسی عليه السلام ته نسبت کوي اوخپله تګلاره اوعقيده
دمسيحيت اوعيسويت په نومانوسره يادوي .
بيانه يوازي دوی
دانوم دځان لپاره استعمالوي بلکي ډېری مسلمانان هم دوی په دغونومانوسره يادوي .
تردې چي ځيني مسلمانان يې دنصرانيانوپه نوم  بالکل نه پېژني.
له دې امله غواړوچي داوضاحت وکړوچي آيادوی ته مسيحيان اوعيسويان ويل صحيح دي اوکه څنګه؟
علماووليکلي دي چي
دوی ته مسيحيان اوعيسويان ويل دلاندينيووجوهاتوپربنسټ صحيح نه دي
{1}دوی ته په قرآن کريم کي نصاری،اهل کتاب  اواهل انجيل ويل شوي دي،په هيڅ ځای کي هم ورته مسيحيان ياعيسويان نه دي ويل شي
که موږقرآن  اوسنت  ته مراجعه وکړو،نوهيڅکله به په دې ونه  توانيږوچي ددوی لپاره دانوم پيداکړو.
{2}عيسی عليه السلام هم خپل ملګري او پيرويان دمسيحيانواوعيسويانوپه نومانونه دي يادکړي .
بلکي دا نوم له ځانه جوړشوی اوددوی لخواوضع شوی نوم دی .
اول ځل نصرانيان دمسيحيانو په نوم باندي په کال{42} دوه څلويښتم ميلادي کي په انطاکيه سيمه  کي يادشوي دي .
{3}دپام وړخبره داده چي په دې نوم سره د دوی يادول ډېره څرګنده غلطي ده ځکه په دې نوم
سره ددوی دکفراوانحرافاتونسبت عيسی عليه الصلاة والسلام ته کيږي،په داسي حال کي چي
هغه ددوی له دغوخرافاتواوکفري عقائدوڅخه بری اوخلاص دی .
{4} دانوم ددوی دحالت سره هم سمون نه خوري ځکه دوی دمسيح عيسی عليه السلام
دين بدل کړی،له ځانه يې بدعي عقائداونظريات جوړکړي دي اودهغوپه لوردعوت ورکوي . {5} درسول الله صلی الله عليه وسلم  ترمبعوث کېدلووروسته خوبيابېخي دانوم ورته استعمالول صحيح نه دي،ځکه
که دوی په رښتيادعيسی عليه الصلاة والسلام منونکي وی،نوبايدچي پررسول الله صلی الله عليه وسلم باندي يې ايمان راوړی وی ځکه چي
پرمحمدصلی الله عليه وسلم باندي ايمان داپه حقيقت کي پرعيسی عليه السلام باندي ايمان دی .
ځکه چي دپيغمبرعليه السلام دراتلوزېری دوی ته عيسی عليه السلام مخکي ورکړی وو،
 الله رب العزت فرمايي:
‏{‏وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُّصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُّبِين‏} ‏‏ ‏[الصف‏:‏ 6‏]{اويادکړه دمريم دزوی عيسی(عليه السلام) هغه خبره چي  هغه ويلي ووچې اې بني اسرائيلو:زه تاسوته دالله لېږل شوی استازی يم،تصديق کوونکی يم  دهغه تورات چي له مامخکي راغلی  موجوددی،اوزېری ورکوونکی يم ديوه پيغمبر چي له ما وروسته به راشي چي دهغه نوم   احمددی،خوکله چي هغه دوی ته دڅرګندونښانو(معجزو)سره  راغی،نودوی وويل: داخوښکاره کوډي دي}معلومه خبره ده چي عيسی عليه السلام ددې لپاره درسول الله صلی الله عليه وسلم دراتګ زېری ورکړی وو،څودوی ورباندي ايمان راوړي،که يې داغرض نشي نوبياخودازېری بې فائدې وو، په داسي حال کي چي هردعقل خاوندله داسي بې فائدې کارڅخه ځان ژغوري.
بياپه تېره داسي عبث کار له اولواالعزم پيغمبرعيسی عليه السلام څخه  خوبېخي ناشونی کاردی .
دآيت په  اخيري برخه کي فرمايي: ‏:‏ ‏‏{ خوکله چي هغه دوی ته دڅرګندونښانو(معجزو)سره راغی،نودوی وويل:داخوښکاره کوډي دي}
له دې څخه په څرګنده توګه معلوميږي چي دکوم پيغمبردراتګ زېری بني اسرائيلوته عيسی عليه السلام ورکړی وو،هغه راغلی دی خودوی
ونه مانه  بلکي هغه ته يې دکوډګرنسبت وکړو.
نوکله چي دوی له محمدصلی الله عليه وسلم څخه انکاروکړو،دابعينه دعيسی عليه السلام څخه دانکارپه معنی دي چي هغه يې دراتګ زېری ورکړی وو،هغه ورته ويلي ووچي محمدصلی الله عليه وسلم دالله پيغمبردی،ترماوروسته راتلونکی دی،هغه ومنئ!
دوی ونه مانه، تکذيب يې  وکړو.
نوپه داسي حال کي عيسی عليه السلام ته دهغه دمنکرينواوپرهغه دکافرانونسبت کول صحيح نه دی .
بل داچي له عيسی عليه السلام او نوروټولوپيغمبرانوعليهم الصلاة والسلام څخه خوداژمنه الله جل جلاله اخيستې وه چي پرمحمدرسول الله صلی الله عليه وسلم به ايمان خامخاراوړي .لکه څنګه چي الله جل جلاله فرمايي: ‏{وَإِذْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّيْنَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُواْ أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُواْ وَأَنَاْ مَعَكُم مِّنَ الشَّاهِدِين.
فَمَن تَوَلی بَعدَذَلکَ فاُولئکَ هُمُ الفَاسقُونَ}‏ ‏[‏آل عمران‏:‏ 81‏،82]‏‏.‏ژباړه:دريادکړئ هغه وخت کله چي الله له پيغمبرانو وعده اخيستې وه،چي کله تاسوته  کتاب،حکمت اوپوهه  درکړه،بياکه تاسوته کوم بل پيغمبردهمغه هداياتورښتينوونکی درغی،چي له مخکي نه ستاسوسره شته،نوتاسي به پرهغه خامخا ايمان راوړئ!  اوخامخابه دهغه ملامړکوئ!
په دې ويناسره الله وفرمايل چي آياتاسودااقرارکړی دی؟  اوپردې خبره موزماله خوادوعدې دروندمسئوليت په غاړه اخيستی دی؟هغوی وويل:هوموږاقرارکړی دی!
الله وفرمايل:نوشاهدان اوسئ اوزه هم ستاسوسره شاهديم،له دې وروسته چي هرڅوک له خپلي وعدې واوړي،هم هغوی فاسقان دي }
‏[‏آل عمران‏:‏ 81‏]‏‏.‏فاسق دالله له امرڅخه سرغړوونکي ته ويل کيږي،دلته مرادترې کافردی .
{6}دوی په نوروخبروکي هم دعيسی عليه الصلاة والسلام پيروي نه کوي،لکه بېلګي په ډول دوی مسيح عليه السلام ته دالله زوی وايي،په داسي حال کي چي  هغه ورته ويلي وو چي زه دالله بنده اوتاسوته يې رالېږل شوی استازی يم.
کله چي دوی دهغه منونکي نه شول،نوبياخويې ورته نسبت کول بالکل بې ځايه اوغلط دی .
دوی ته بايدنصاری وويل شي لکه څنګه چي په قرآن کريم کي په دې نامه سره يادشوي دي .
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين