کور / تازه خبرونه / احتجاج کوونکو د بي بي سي نښان ته اور ورته کړ

احتجاج کوونکو د بي بي سي نښان ته اور ورته کړ

په کندهار کې سلگونو تنو احتجاج کوونکو د يوې ناستي په ترڅ کې د بي بي سي راډيو د فارسي څانگي لوگو ته اور ورته کړ.


دغه احتجاجي ناسته چې، په کندهار ښار کې يوې خپلواکې فرهنگي ټولنې هيندارې په نوښت جوړه شوې وه،د دغه ښار سلگونو تنو فرهنگيانو د پوهنتون زده کوونکو او چارواکو په کې گډون درلود.


د دغې ناستې اصلي موخه د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالکريم خرم د ورستۍ کړنې او ملي ترمينالوژي ملاتړ وه.


د غونډې گډونوالو په يوه خوله د اطلاعاتو او کلتور د وزير ښاغلي خرم د وروستۍپريکړې په تړاوو د بي بي سي د فارسي څانگي نا پيلي رپوټونه وغندل او د دغې څانگي جوړي شوې لوگو(نښان) ته اور ورته کړ.


په غونډه کې دکندهار د ولايتي شورا غړي بسمل الله افغانمل د بشري حقونو او ځينو نورو څانگو نيوکه وکړه چې،په افغانستان کې ژبني تعصب ته لمن وهي.


هغه دغه راز بشري حقونو رياست تورن کړ چې،په وينا يې ستميان يې راټول کړي او قومي جلاوالي ته لار پرانيزي.


گډونوالو د بي بي سي راډيو څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې،په خپلو رپوټونو کې بي پروالي او توازن وساتي او په افغانستان کې دې ژبني او قومي تعصب ته لاره جوړه نکړي.


هغوى دغه راز د دغې راډيو فارسه څانگه تورنه کړه چې،گواکې د افغانستان د ملي ترمينالوژۍ په ځاى ايراني فرهنگ پر افغانانو وتپي.


څه موده وړاندې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي عبدالکريم خرم د بلخ ولايت يوتن خبريال نصير بابى په دې جرم کسر معاش کړ چې،په خپلو رپوټونو کې يې د ملي ترمينالوژۍ خلاف توري کارول.


ښاغلي خرم وويل دوى وار دمخه دغه خبريال ته ويلي و چې،په خپلو رپوټونو کې د ملي ترمينالوزۍ خلاف توري و نه کارو،خو په وينايې دغه خبريال د دوى په خبرو غوږ هم ونه گروه.