کور / شعر / غزل

غزل


 
      زمادمنځل په لوراغزي لاره په لارختلي
     ګن پېغورونه مې دژوند له لاله زارختلي



ماچه زړګئ لكه توى وړئ واك په لاس كې وركړ
    اوس مې دزړه په سردردونه يوخروارختلي



    پټه خونده روڼ تروږمئ به شاهدي وركوي
  چه مې په شپه كې اسوېلي له خولې باربارختلي



      مادقدرت په نذاروكې لاره وركه كړله
    ځكه مې اوښكې له ګريوانه تارپه تارختلي



  هغه سٌرخي دماذديګرچه په اسمان كې ګورې
      دادعاشق دزړګي وينه ده په دارختلي
 
                  اوكراين ادېسه
                  دچنارترسيورې لاندې ادبي ټولنه