کندهار : شپږو وسلوالو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه
عطاالله محمدي
لراوبر ته د کندهار ولايت څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د يولړ تصفيوي عملياتو په ترڅ کي يې شپږو تنو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوړولې په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه مرګ ژوبله تېره ورځ غرمه مهال يوه بجه د ژړۍ ولسوالۍ د پاشمول په سيمه کي د پوليسو او وسلوالو تر منځ په وسلواله نښته کي رامنځ ته سوه د خبرپاڼي په حواله چي په د دې نښتي په پايله کي دوه تنه وسلوال وژل سوي او څلور تنه نور ژوبل سوي دي او مړي يې د پوليسو لاس ته ورغلي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو يا کومي بلي ډلي څه نه دي ويلي .