کور / تازه خبرونه / امریکایی طالب په جېل کی د لمانځه آزادي غواړی

امریکایی طالب په جېل کی د لمانځه آزادي غواړی

اسوشیتیډ پریس لیکی چی امریکایی طالب ( جان واکر لیند ) چی د امریکا په « ټیری هاوټ » جېل کی بندي دی ، د محکمې او حکومت څخه غوښتی چی د ورځی د پنځه وخته لمانځه آزادي ورکړی . لیند ټینګار کوی چی د اسلام له مخی موږ باید پنځه وخته لمونځ په جماعت ادا کړو خو اوس فقط د یو وخت لمانځه اجازه راکول سوې ده هغه هم په روژه کی .
جان واکر لیند په ۲۰۰۱ کی په مزارشریف کی د نورو طالبانو سره ونیول سو او تر اوسه پر خپله مسلماني خورا ټینګ ولاړ دی . لیند چی اوس ۲۹ کلن دی شل کاله قید باید تیر کړی .
خبر زیاتوی چی په دغه جېل کی ۲۴ مسلمانان بندیان دي چی اکثرو یې د پنځه وخته جماعت آزادي غوښتې ده . د مدنی او بشری حقوقو څانګی د دوی پلویتوب کوی او ښایی حکومت هم د دوی د بند په وروستیو کلونو کی دا آزادي ورکړی .