کور / تازه خبرونه / جلال اباد: دوه نوي ښوونځي پرانستل شول

جلال اباد: دوه نوي ښوونځي پرانستل شول

جلال اّباد


په افغانستان كښې دافغان ماشومانو لپاره دجرمنى كميټې مشر انجنيرمحمدعالم وئيلى دى چې زمونږ ټولنه په افغانستان كښې په ښوونيزو كارونوبوخته ده داخبرې نوموړى دلرواوبل   سره په ځانګړې مركه كښې وكړې او زياته يې كړه چې زمونږ ټولنه په افغانستان كښې ثبت شوې دخبر له مخې جرمن ايډ دمرستندويه موسيسې اويا دافغان ماشومانو سره دجرمنى دمرستو دټولنې لخوا دننګرهار دبهسودو په ولسوالۍ كښې دملكه حميرا اوبى بى حوا په نومونودوه ښوونځى جوړ او پرانستل شول.


 په دې اړه دبهسودو په ولسوالۍ كښې غونډه جوړه شوه چې پكښې دجرمنى دنړيوالې موسيې مشر انجنيرمحمدعالم  اودننګرهار دپوهنې رئيس حنيف ګرديوال دغه ښوونځى رسما دپټۍ په پرې كولو پرانستل په دغو ښوونځيو كښې به په وړيا توګه انجنو او هلكانو ته دينى اوعصرى زده كړې وركول كيږى بله داچې دښوونځيواستازانو ته به هم تنخواې نوموړې موسيسه وركوى انجنيئرمحمدعالم دخبرونه سره په يوې ځانګړې مركه كښې ووئيل چې دغه دوه ښوونځى چې په يوكښې به سل زره هلكان او په بل كښې به شپږزره اوه سوه انجونې زده كړه كوى مونږ دجرمن ايډ دموسيسې لخوا دشپږومياشتو په موده كښې جوړ اوورغول مالى لګښت ډاكټريورس وركړچې په افغانستان كښې دنوموړې ټولنې مشرى په غاړه لرى،نوموړې زياته كړه چې په راتلونكى كښې غواړى چې دبىبىحوا دليسې دوهم پوړ هم ورغوى ديوې پوښتنې په ځواب كښې انجنيرمحمدعالم ووئيل چې همدااوس زمونږ ټولنه په جلال اّباد،خوست ، پغمان اولغمان ترڅنګ دافغانستان په نورو ګڼوولايتونو كښې هم دانجنواوهلكانو لپاره په لسګونو ښوونځى جوړكړى اويايې رغولى دى چې دخوښۍ ځاې دادى چې پكښې افغان ماشومان زده كړه كوى او په پام كښې لرو چې دځينو ښوونځيو لپاره كتابتونونه هم جوړ كړو نوموړى ووئيل چې دننګرهار په ګډون په نورو ولايتونو كښې دجرمنى موسيسه دكمپيوټركورسونه هم لرى چې پكښې په وړيا توګه ماشومان زده كړه كوى نوموړى داهم ووئيل چې همدا اوس په خوږياڼو كښې ديوكلينك ترڅنګ يوښوونځى هم جوړ كړى چې اودننګرهار درې سوه كورونوته مو لمريز برق (سولرانرژى) وركړې دهْ ووئيل چې زمونږ زياتره كارونه دولايتونو دواليانو دكارترڅنګ دپوهنې له وزارت ترلارښوونې لاندې وې زمونږ ټولنه په افغانستان كښې ثبت شوې همدا اوس هم په مزارشريف كښې هم يوه سروى كوى چې ديخنۍ ځپلو لپاره لوجيستيكى مرستې وكړى نوموړى زياته كړه چې زمونږ ټولنې د پاكستان دبالاكوټ او مانسهرې زلزله ځپلو سره هم ډيرې مرستې كړى نوموړى دجرمن ايډكارونه په نړيوال برابر وګڼل اودا ئې هم ووئيل چې ګڼ ستائينليكونه ئې ترلاسه كړى او په پيښور كښې هم دانجونو او هلكانو دزده كړې لپاره ځينې ښوونيز مركزونه لرى چې نوموړى ټولنه ئې لګښت وركوى