کور / تازه خبرونه / په كوټه كې ادبي غونډه وشوه

په كوټه كې ادبي غونډه وشوه

په كوټه كې ادبي غونډه وشوه
د ملګري ليكوال كوټي له خوا غونډه جوړه شوه
د ملګري ليكوال كوټي له خوا نن  د جمعې په ورځ په 11 م د فروري په كويټه هوټل كې يوه درنه او پرتمينه پنځلس ورځنۍ غونډه وشوه د دې غونډي پېل حافظ رحمت نيازي د قرآن شريف په مقدسو اياتونو سره وكړ.
د غونډې صدارت د ښاغلي عارف تبسم په غاړه و، او د دې غونډې دروند مېلمه و ښاغلى پروفيسرخادم حُسين عامر، او د كوربه چارې يې جاويداقبال تر سره كولې.
له اسلام اباد څخه راغلي مېلمه پروفيسر خادم حُسين عامر په پښتو ادب، كركتنه، او جديدادب، باندي ښې په زړه پوري خبرې وكړې ، هغه په خپلو خبرو كې وويل چې په كار دى چې موږ شاعران او ليكوالان د روانو بدمرغيو د پاره خپل قلمونه په كار راولو، ځكه چې نن سبا د توري د جنګ نه بلكي د قلم د جنګ ضرورت دى، هغه دا هم وويل چې لكه څرنګه چې پښتو ته له  نورو ژبو لكه انګرېزي ، فاړسي ، اردو ، او داسي نورو ژبو څخه ژباړي كېږي نو دا رنګه دي له پښتوڅخه  هم نورو ژبو ته ژباړي وشي ، ځكه چې نړۍ وال هم د پښتو او پښتنو له دود او دستورڅخه خبر شي، او داسي نه كړي محسوس چې پښتانه صرف د جنګ پېره وان دي.
په پاى كې له مېمله څخه د سوالونو برخه شروع شوه چې د هر سړي پوښتنه يې په ډېره عالمانه او مفصله توګه سره ځوابوله چې وروسته بيا دا غونډه په يوه علمي بحث بدله شوه او ډېري ناشوې خبرې په كې وشوې
په دې غونډه كې چې ماښام ناوخته پاى ته ورسېده، محمدالله وفا ، جاويداقبال ، دانيال طرير، عثمان يوسفزي ، حبيب الرحمٰن تاثير،عارف تبسم ، عمرګل عسكر، باركوال مياخېل، پروانه ، عبدالبصير باوري ، اغاجان همدرد، صديق الله مين ، حافظ رحمت نيازي ، ظاهرارمان ، لېوال نورزي ، فاروق سرور ، نظرمحمدنظر پانيزي ،پروفيسرعبدالرحمٰن ، پروفيسر محموداياز ، او ښاغلي خادم حُسين عامر او نورو ډېرو شاعرانو او ليكوالانو برخه لرله   


تاثير.. كوټه h.taseer@gmail.com