کور / تازه خبرونه / کوټه: چاودنې ۴۰ کسان وژلي او تر۱۰۰زيات ټپيان کړي

کوټه: چاودنې ۴۰ کسان وژلي او تر۱۰۰زيات ټپيان کړي

رسنىو خبر ورکړى چې د بلوچستان په مرکز کوټه کې يوې چاودنې ۴۰ مړه او څه د پاسه سل کسان ټپيان کړل، چاودنه مېزان چوک ته څېرمه د شيعه ګانو په يوه غونډه کې رامنځته شوې.
د پيښې وروسته په غوسه شيعه ګانو ډزې هم پيل کړې، د روغتيايي کارکوونکو په وينا چې کېداى شي د مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.
سهار مهال د پښتونخوا په مردان کې هم يوې چاودنې دوه کسان وژلي او شپږ ټپيان کړي وو، په پېښور کې هم د پوليسو پر موټر چاودنه شوې چې يو پوليس يې وژلى او درې نور يې ټپيان کړي دي.