کندهاره

د لراوبر اداره | سپتمبر 4th, 2010


سعيد لودينلــــه   نـــامه   سره   دي   ژاړم  بې اختياره
کنـــدهــــــاره     کنـــــدهــــــاره      کندهاره


لا  دي   ويني  له زړګي   څخه   بهيـــږي
لا  بشر دي   په   اورونو   کي  سوځيږي
لا  دي  ســترګو  څخه  اوښکي  راتويږي


زمــــا د  ژوند او د  يادو  ښکلی    بهاره
کنــــدهـــــاره    کنـــدهـــــاره     کنــدهـــاره


ســــــتا چي هلته  ددوښمن واری پر تن سي
چــــــي  په  وينو  د مظلومو سور کفن سي
زمــــا   دلته   په  دردونو  ټول  بدن  سي


زمـــــــــا د  خــــوارو   پښتــنو ښکلی دياره
کنـــدهاره     کنــــــدهاره       کنــدهــــاره


زما    له   عمره  سه  تا  کي  جنازې  دي
دکونډيانو  د  فرياد   سوي   نارې   دي
لا    له  ځوانو  وينو  ډکي دي ويالې دي


د  هر  لوی  آفت   زغمونکې   طاقتداره
کنـــدهاره     کنــــدهاره         کنــدهــــاره


دا چي  نن  بيا  د  غليم  پر تا ګوزار دی
او پر ښکلی تن دي بيــــــا ناسور پرهار دی
د  نــا اهــلو   اولادونــو دي دا  کار   دی


دا قســمت دی چي موږ  يو نن بې سالاره
کنـــدهاره     کنــــدهاره       کنــدهــــاره


خوقســمت به نور په خوښه زموږ بدلېږي
په هوښــيارو ځوانو ګوتو به کښل کېږي
د  بــابــا  روح  به لحد کي خوشحالېږي



زمــا د  ګران  وطن  با عزمه باتور پلاره
کنـــدهاره    کنــــدهاره      کنــدهــــاره


تــر  بمبـــار  او تــر اورونـــــو  راوتــــلی
د  انـــار ګل  دی نن  بيا موږ ته راغلی
او د ژوند راز  يې دی داسي راښودلی


په خندا مو  د  ژړا  هستي کړﺉ خواره
کنـــدهاره   کنــــدهاره      کنــدهــــاره


ميسيساګا- کاناډا
د مې دمياشتي پنځمه ۲۰۱۰ع

«

Copyright Larawbar 2007-2024