کور / طنز / په سریالي نظر مې ګوره

په سریالي نظر مې ګوره


          ښه مې له سره تر پښو ورته وکتل ! عجیبه ښکرور ویښتان یې و چې خدای زده په څه یې غوړ کړي و خو ما ته داسې تر سترګو شول لکه غوا چې خپل خسکی وڅټي او ګریوان ته مې چې ورته پام شو نو یو څه خندا راغله خو خپل ځان مې کابو کړو .
همدارنګه مې چې یو څه نظر پرې را ښکته کړو نو داسې راته وئيسیده چې ګواکې دا ځوان ده مور په نس کې له پتلانه سره پیدا شوی او تر دې دمه یې بل هیڅ شى نه دي اغوستي ځکه داسې یې په ورنو پورې نښتی و چې هر څوک یې په لیدو حیرانیده خو زه ورته له نورو هر چا ډیر ګوته په غاښ پاتې شوی وم .
لنډه یې دا چې په ټول ټولګي کې یوازې زما له څنګه سره په میز کې د دوهم نفر ځای خالي و او هغه هم په دې خاطر چې نن مې د څنګ ملګری ښوونځي ته نه و راغلی ! نو دی هم ښه ډاډه زړه ورته را د مخه شو چې د کښیناستو په وخت کې یې میز څو ځلې د خاورو پاکولو په دود په خپل دسمال پاک کړ او له کښیناستو سره سم یې ښه په ځیر ځیر راته وکتل او بیا یې زما ساده کالي او سپیره ویښتان تر نظره تیر کړل خو په دې کې به شیبه لا نه وه تیره چې پوښتنه یې رانه وکړه :
–  از طرف شو خو سریالاره میبینې یا چتو ؟
د ځوان دې پوښتنې زه هک پک کړم او ډیر حیران خو ورته په دې خاطر شوم چې ولې یې لومړی خپل ځان را ونه پیژانده او ولې یې په دې اړه څه راته ونه ویل چې ولې زمونږ ښوونځي ته را بدل شوی او یا یې ولې د سبقونو په اړه پوښتنه و نه کړه چې تر کوم ځایه رسیدلي دي او څنګه پر مخ ځي؟ خو په ځواب کې مې ورته وویل :
– نه يو مې هم نه دى لیدلی ، هر وخت په خپلو کارونو خپرونو او زدکړو بوخت وم دومره ډیر وخت نه لرم .
هغه زما له دې ځواب سره د پسخند په دود زیاته کړه :
– به خدا شما خو بیخي از تمدن پس ماندین ده شار زنده ګي میکنین اما ده اوصول شار نمې فامین ! سريالاره خو که کس نه بينه او باز ده مکتب درس هم خواد خواند؟!
دې خبرې یې زما په زړه کې سم اور بل کړ خو د نزاکت او میلمه پالنې له مخې او د خپلو نورو ټولګیوالو په خاطر مې څه ورته ونه ویل چې په همدې وخت کې زموږ د جغرافیې ښوونکی هم ټولګي ته راننوت او له دې سره ما هم د اجازې په غوښتلو سره ښوونکی ته د ځوان  تیرې خبرې په حقله اشاره وکړه او هر څه مې ټکي په ټکي ورته وويل، چې له دې سره ښوونکي هم وويل:
– درنو زده کوونکو فلمونه او سریالونه ډول ډول او بیلابیل اړخونه لري او زمونږ ستاسو او سني ځوانان نوي ورسره سر شوي چې له بلې خوا زموږ ستاسو تصویري رسنۍ هم داسې سریالونه او فلمونه خپروي چې نه زموږ لپاره کومه ګټه لري او نه هم زموږ راتلونکي نسل ته کوم اغيزمن څیز دی چې ګټې خو په دوربین هم نه پکې لیدل کیږي خو زیانونه یې بیا بیدریغه ډیر دي چې په دې کې یې زه ښه بیلګه داسې ویلی شم ؛ کله چې زموږ ستاسو هیوادوال د شپې له خوا کوم فلم او سریال وویني نو صبا ته ځان هم وژني او په هغه موډ خپل ځان برابروي ،چې په همدې ډول نور ډول ډول فرهنګي زیانونه زمونږ فرهنګ ته اړوي چې په ښکاره توګه یې نن موږ تاسو په خپل ټولګي کې وینو ! .
 د ښوونکي له دې خبرې سره په ټول ټولګي کې چوپتیا خوره شوه او زما تر څنګ ناست ځوان هم خپل چورتونه وهل چې شیبه وروسته د ټولګي چوپتیا زموږ ټولګیوال جان آغا په دې پوښتنه ماته کړه :
– یارا معلم صایب راست ګفتي او روز دیګه یک همسایه ما کې دو تا زن داشت و از هر دوش بسیار به تنګ آمده بود همې که د سریال دیده بود کې یک نفر بالا میشه زن خوده طلاق میته و او را دیګه کس میګیره و اوديګه زن خوده طلاق میته ای شیردل میګیره ! بس ده امو لحضه یک زن خوده طلاق داده بود تا برې کدام کس دیګه ایلایش بته بخدا باور کو که مه از شنیدن ای ګف شرمیدم و حالې از شرم برې کس ده باریش ګفته نه میتانم . د جان آغا له دې خبرې سره ټول ټولګیوال خلاصه خوله پاته شول او ټولو توبې ایستلې چې په دې وخت کې زما تر څنګ ځوان میلمه چې دا خبره یې را ولاړه کړې وه بې د ښوونکی له اجازې په لوړ غږ زیاته کړه :
– ایره سی کو از تمدن پس مانده هیچ چیزې زنده ګي ره نمفامه لذت زندګي….. وه ای خو امروز یګ ګف عادي ګشته کې هر کس هر چیزیکه بخواهه حقش اس چې پشتش میګردین خدا کنه کې روزې صد تا نکاه کنه یا روزې صد تا ره طلاق بته ! ای خو کدام ګف نیست مه کې میګم که شما از تمدن و پیشرفت پس ماندین قبول کنین اینه او روز دیګه بچه کاکا یې مه ره خدا زنده داشته باشه یک خوب ګله به آب داد. از سریال ایره یاد ګرفته بود که چطو یک دختره بګرزانه بس بیدرې ګل امو بود که همرای یک دختر همسایه خود ګفه خلاص کده بود و او روز دیګه امو تو سوچ پوست کنده ګریختاندیش مه میګم نوش جانیش بان که مردم……. وه باز ده ای ګفا جای شرم چیست ؟ مه خو هر شب میبینمیش شما باور کنین امو شو که نه بینمش هیچ دلم طاقت نه مې کنه اینه اینمالې برې مه د خانه فرید جان صدا نمیکنه مه ره ده نام ګاتم صدا میکنه وه اموتو ما هم مادر کلان پیچه سپید خوده حاجي بی بی صدا نمیکنیم وه بریش سم ده نام  (امبا) صدا میکنیم.
د ځوان له دې خبرې سره سم زموږ په پرتله ښوونکی ډیر حیران شو او څو څو ځلې یې توبې ویستلې او بیا یې ځوان ته ښه په ځیر ځیر وکتل چې له دې سره ځوان خپلې د پای خبرې په دې ډول سره راونغاړلې :
– یارا مه خو میګم که ای سریالایې توتې جګرې مه ره هیچ کس بند نه کنه ؛ نه رسانها و نه هم کلانایې ما هر کسه خوب مصروف کده وه مردم ازیش خوب استفاده میکنه وه ایره به ای خاطر ګفتم که ده ای نزدیکا کدام بګو نه ګو ده باره بند کردن سریالا شروع شده !.
د ځوان له خبرې سره ښوونکی ډیر په قار شو او زر یې د کتابونو پرانیستلو را ته وویل . بس موږ هم سم د واره کتابونه خلاص او لوست مو پيل کړ.
خو د لوست په پای کې چې ښوونکی له ټولګي بهر شو نو زه د ټولګي تورې تختې ته پورته شوم او د ټولو ټولګیوالو په وړاندې  مې دغه لنډۍ چې هماغه شیبه مې یاد ته راغله ولیکله :
په سریالي نظر مې ګوره
    اوس مې جامې د سلمان خان اغوستې دینه!


يادونه:د ګرانو لوستونکو نظر ورباندې غواړم :((habib20zazaipaktia@gmail.com))