کور / اسلامي / د روژې پنځه ویشتمه ډالۍ

د روژې پنځه ویشتمه ډالۍ

عزتمنو دوستانو ، خدای دې وکړی چی د روژې د هری ورځی د تحفو دغه سلسله د معنوی او عقیدوی پلوه ګټوره وی ، او دا ده نن د ګناه سره د حساسیت اړونده برخه درته وړاندی کیږی چی باالکل یو الهام دی ( ن . صمد ) .

د ګناه څخه تیښته :

یو ځوان عیسوﺉ په اسلام مشرف سو چی نوم یې ثعلبه بن عبدالرحمن و . هغه به د رسول الله (ص) ډیر خدمت کاوه او هر کله به د نبی کریم (ص) د کومک لپاره د نورو څخه مخکی و .
یوه ورځ رسول الله (ص) هغه په یو کار پسی ولیږﺉ . ثعلبه په هغه کار پسی روان و چی ناڅاپه یې سترګي د یو عیسوي پر کور ولګېدې چی د دروازې څخه یې په کور کی یوه عیسوۍ ښځه ولیده چی لمبېده . ثعلبه ژر مخ ځنی واړاوه او ډیر وارخطا سو ، هسی نه چی پر رسول الله (ص) باندی وحی نازله سی او زما دا عمل رسوا کړی . بس یو دم وبیرېدﺉ او د ښار څخه ووت او د مکې او مدینې تر منځ غرونو ته ولاړ .

څلوېښت ورځی تیری سوې چی رسول د خدای هغه و نه لید څو چی جرایل (ع) ورته راغی او داسی یې ورته وویل : اې محمده (ص) ، خدای سلام درباندی وایی او خبر درکوی چی ستا د امت څخه یو نفر په دغو غرونو کی ما ته پناه راوړې ده او امان غواړي .

نو هغه و چی رسول الله (ص) وفرمایل : اې عمر او اې سلمانه ، ولاړ سیً او ثعلبه بن عبدالرحمن پیدا کړﺉ او ما ته یې راولیً . عمر (رض) او سلمان (رض) هم د مدینې څخه راووتل او وروسته یې لیری یو شپون ولید چی نوم یې ذفافه و .
عمر (رض) هغه ته وویل چی داسی کوم ځوان دې لیدلی چی دغو غرونو ته راغلی او نوم یې ثعلبه دی ؟ شپانه ورته وویل چی ښایی هدف مو هغه ځوان وی چی د جهنم څخه سخت بیریږی ؟ عمر (رض) ورته وویل چی ته څه پوهیږې چی هغه د دوږخ څخه دومره ډیر بیریږی ؟ چوپان ځواب ورکړ چی زه ځکه پوهیږم چی هغه په نیمه شپه کی د دغو غرونو څخه راوزی په داسی حال کی چی خپل لاسونه یې پر سر نیولي وی ، فریاد کوی چی : خدایه ، کاشکی زما روح د نورو ارواحو څخه دروغواړې او بدن می د نورو اجسامو څخه دروبولې او زه دې محوه کړی وای او د جزا او بدلې څخه دې ژغورلی وای .

عمر (رض) ورته وویل چی موږ هم هماغه شخص لټوو . شپون د دوی سره ملګری سو او دواړه یې هماغه ځای ته راوستل . کله چی شپه نیمایی ته ورسېده ، نو ثعلبه د غرونو څخه راووت ، په داسی حال کی چی لاسونه یې پر سر نیولي وو ، چیغی یې وهلې چی : خدایه ، کاشکی دې زما روح د نورو ارواحو له منځه درغوښتې وای او زما جسم دې د نورو اجسامو څخه در غوښتی وای او زه دې تباه کړی وای د جزا او بدلې څخه دې ژغورلی وای .

عمر (رض) هم ورغی او هغه یې په غیږ کی ونیوﺉ . ثعلبه ورڅخه وپوښتل چی : اې عمره ، آیاپیغمبر (ص) زما د ګناه څخه خبر سوی دی ؟ عمر (رض) ورته وویل چی خبر نه یم ، خو دومره پوهیږم چی هغه پرون درپسی ګرځېدﺉ او زه او سلمان یې درپسی را لیږلي یو . ثعلبه ورته وویل : اې عمره ، نو ما په داسی وخت کی د رسول الله (ص) حضور ته وروله چی هغه پر لمانځه ولاړ وی .
هغوی هم همداسی وکړل او عمر (رض) او سلمان (رض) د لمانځه په صف کی ودرېدل . خو کله چی ثعلبه په لمانځه کی د پیغمبر (ص) قرایًت واورېد ، نو ضعف یې وکړ یعنی بې هوښه سو او پر مځکه ولوېد .

کله چی رسول الله (ص) لمونځ پای ته ورساوه او سلام یې وګرځاوه ، داسی یې وفرمایل : اې عمره او اې سلمانه ، ثعلبه څنګه سو ؟ هغوی ورته وویل چی هغه همدلته دی ، هغه چی پر مځکه لوېدلی دی .
رسول الله (ص) هم راولاړ سو او ثعلبه ته ورغی او هغه یې وښوراوه . ثعلبه هم پر هوښ راغی او متوجه سو . پیغمبر (ص) ورڅخه وپوښتل چی څه شي د دې علت سو چی زما څخه ځان پټ کړې ؟ ثعلبه ورته وویل چی : زما ګناه د دې پټېدو باعث سوه یا رسول الله (ص) . رسول الله (ص) ورته وفرمایل چی آیا غواړې هغه آیت دروښیم چی ګناهونه او خطاوی له منځه وړی ؟ ثعلبه ورته وویل چی هوکې رسول د خدایه . نو پیغمبر (ص) هم داسی ورته وویل چی ووایه : « ربنا آتنا فی دنیا حسنته و فی الاخرتِ حسنهّ و قنا عذاب النار » . ثعلبه ورته وویل چی یا رسول الله (ص) ، زما ګناه تر دې هم غټه ده .
پیغمبر (ص) ورته وفرمایل : بلکی د خدای کلام تر هغه هم ستر او عظیم دی . وروسته یې ثعلبه ته وویل چی خپل کور ته ولاړ سه .

ثعلبه تر دې وروسته اته ورځی ناروغ سو او کله چی سلمان (رض) د هغه په ناروغۍ خبر سو ، نو د رسول الله (ص) حضور ته راغی او داسی یې ورته وویل : یا رسول الله (ص) ، ایا په ثعلبه خبر یې ؟ هغه خو د زیاتی ناروغۍ څخه د مرګ حالت ته رسېدلی دی . پیغمبر (ص) هم راولاړ سو او داسی یې وویل : راپاڅیً چی د ثعلبه کور ته ورسو .

رسول د خدای هلته ثعلبه ته نږدې ورغی او د هغه سر یې په خپل مبارک غیږ کی ونیوﺉ . ثعلبه بیرته خپل سر د پیغمبر (ص) د غیږ څخه لیری کړ . دا مهال رسول الله (ص) ورته وفرمایل : ولی دې خپل سر زما له غیږې لیری کړ ؟ ثعلبه ورته وویل چی داسی ګڼم لکه ګناه چی می د میږي غوندی د هډوکو او غوښو او پوست په دننه کی ښوری . پیغمبر (ص) ورڅخه وپوښتل چی څه اشتها لرې او څه غواړې ؟ ثعلبه ورته وویل چی د خدای (ج) مغفرت او بخښنی ته اړتیا لرم .

دا مهال جبرایل (ع) نازل سو او داسی یې وویل : اې محمده (ص) ، څښتن تعالی سلامونه درباندی وایی او خبر درکوی چی که دغه بنده د یوې دنیا ګناه سره ما ته راسي ، نو زه به په بدله کی د یوې دنیا مغفرت سره هغه ته ورسم . پیغمبر (ص) هم ثعلبه د خدای په دې پیغام خبر کړ . ثعلبه هم فریاد وکړ او ځای پر ځای مړ سو .

دا مهال رسول الله (ص) امر وکړ چی ثعلبه ته غسل ورکړﺉ او کفن یې کړﺉ . وروسته له هغه چی نبی کریم (ص) هغه ته د جنازې لمونځ ورکړ ، نو په هدیره کی د خپلو پښو پر ګوتو روان و او ګامونه یې په ډیر احتیاط سره اخیستل .

کله چی رسول الله (ص) ثعلبه خاورو ته وسپارﺉ ، نو ورڅخه وپوښتل سوه چی یا رسول الله (ص) ، موږ ولیدې چی د پښو پر ګوتو روان وې . پیغمبر (ص) ورته وفرمایل چی په هغه ذات قسم چی زه یې په رسالت مأمور کړی یم ، چی نه می سو کولای ټوله پښه پر مځکه کښېږدم ، دا ځکه چی دومره ډیری ملایکي راغلي وې او د ثعلبه په جنازه کی یې ګډون کړی و .

هو ، د حدیث له مخی نامحرمی ښځی یا نامحرم سړي ته لومړنی کاته انسانی وی خو دوهم کاته یې شیطانی وی . د قرآن د النور سورت دېرشم آیت نرینه او ښځینه مؤمنانو ته هدایت کوی چی خپلی سترګی کښته ونیسی ( یعنی بد نظري د زنا لومړنۍ پټّه ده ) . چیری هغه له هری ګناه ډارن او چیری د نن پر هره ګناه میَن مسلمانان !