کور / سياسي / موږ به څه کوو؟ :د عبدالباري جهاني لیکنه

موږ به څه کوو؟ :د عبدالباري جهاني لیکنه


د جهاني انلاين ويبپاڼي څخه په مننه


په کال ۱۸۷۸ کی په انګلستان کی یو کارتون خپور سو چی په هغه وخت کی یې په نړی کي ډیر زیات شهرت وګاټه. په کارتون کی امیر شیرعلی خان د وږي زمري او خروړي خرس په منځ کی ناست دی. لاسونه یی په بغل کی نیولي او وایی ما له خپلو دوستانو څخه وژغوری.
     خرس د روسانو د امپراطوری نښه او زمری د برټانیی د امپراطوری نښه وه، چی په ډیر ویاړ به یی ویل چی زموږ په امپراطوري کی لمر نه لویږي. هغه وخت په افغانستان کی دونه زور موجود وو چی د نړۍ هغه تر ټولو ستر استعماري قدرت یو ځل ماته پکښی خوړلې او د بل ځل ماتي خوړلوانتظار یې ایستی. له بده مرغه چی نن د افغانستان حالات تر هغه وخت په سل چنده خراب دي. هیواد ټوتې ټوټې پروت دی. لا یې د رسمی تجزیه کیدلو دپاره پلانونه طرح کیږی، او په لس هاوو وږو زمریانو، خرسانو او لیوانو یې په غوښو داړي ښخي کړي او، د امیر شیرعلی خان په څیر، پر هیواد او ترقی مین مشران نسته چی لږترلږه یی د افغانستان د اولسونو ږغ د نړۍ تر غوږونو رسولی وای.
         لږ مخکي می د افغانستان د پخواني خارجه وزیر ډاکټر دادفر سپنتا یو مضمون ولوست. د هغه د ټول مفصل مضمون خلاصه دا وه چی تر څو پوری پاکستان زموږ څخه لاس اخیستی نه وي او زموږ په هیواد کی یی مداخلې بندي کړي نه وي او تر څو چی په پاکستان کی دننه د ټروریسټانو مرکزونه تباه سوي نه وي تر هغه وخته پوری په افغانستان کی نه  سوله تامینیدلای او نه امنیت ټینګیدلای سي.
          که د افغانستان اساس دونه سست وي چی د پاکستان په څیر یوه نسبتا کمزوري ګاونډي دښمن په مقابل کی د ناټو او امریکا په مرستو ځان ساتي او له دغو مرستو پرته یا ژوند نه سی کولای او یا لږترلږه په ارامه ژوند نه سی کولای نو زه وایم ددې هیواد دي خدای مل سي او د ژوند ورځی یې په شمار دي.
   خو له  افغانستان سره کشکي یوازي پاکستان دښمنی کولای. افغانستان تر پاکستان، چی پخپله د نورو په خیرات ګوزاره کوي، ډیر نور او زورور دښمنان لري. دا اوس دافغانستان د تجزیه کیدلو دپاره پلانونه روان دي. او زه یقین لرم چی په دې باره کی به ډیرو زیاتو افغانانو ډیر زیات خبرونه او رپوټونه لوستي وي.
     د امریکا د کانګریس مهم غړي او سیاستمداران د کرزي د حکومت له مخالفینو سره ګوري او د هغه جکومت او نظام په مقابل کی دسیسې ورسره جوړوي چی دوی پخپله منځته راوړی او دغه ګړی د دوی د لس هاو زرو عسکرو او وسلو په برکت پر قدرت ناست دی.
    د بلی خوا پرله پسې رپوټونه وایی چی د ایران حکومت طالبانو ته وسلې ،پوځی روزنه او پیسې ورکوي. ایران له پښتنو سر ه خپله پلرنی او زړه دښمني لري او له امریکایانو سره یی ظاهرا جوړه نه ده. نو « ز هر طرف که شوند کشته سود اسلام است» پخپله به د خیر پر غونډی ورته ناست وي او خپلي مزې به کوي.
         د بلی خوا په افغانستان کی دننه داسی حالت دی چی له بدخشانه تر کندهاره او هراته پوری خلک هر ګړی د ځان مرګو بمونو، د شپې د حملو او د ورځی د بمباریو د ویری ارام نه لری او، د غربی لویو قدرتونو د مرستو او ملاتړ له برکته، داسی نظام ورباندی مسلط دی چی د اداري فساد له نظره په نړۍ کی تقریبا بې ساري دی. لوستونکو به د آګسټ پر نهه ویشتمه د نیویارک ټایمز د ورځپاڼی په لومړي مخ کی هغه خپور سوی رپوټ لوستی وي چی وایی جمهوریس کرزی او د هغه لوی څارنوال اسحق الکو د عالی رتبه فاسدو حکومتی مقاماتو ، چی په هغوی کی د کابینې زیات شمیر وزیران هم شامل دي، د نیول کیدلو او محاکمه کیدلو مخه نیسی. په  یوه نظام کی چی جمهوریس او لوی څارنوال د فاسدو عناصرو تر شا ولاړوي، خلک به د هغه حکومت او ادارې څخه د کوم خیر تمه ولري او ولي به بالاخره بیرته طالبانو ته پناه نه وړي. او کله چی په یوه هیواد کی داسی فاسد نظام، چی نظام ورته ویل کیدلای نه سي، ټینګ وي نو ولي به پاکستان، نور ګاونډي هیوادونه او لوی قدرتونه د خپلو ګټو تر لاسه کولو دپاره په پټو او ښکاره دسیسو لاسونه نه پوري کوي.
        که، د ښاغلي سپنتا د آرزو سره سم، پاکستان د خپلو ناروا کړنو سزا وویني او حتی داسی بمباري سی چی له منځه ولاړ سي نو د افغانستان ستونزي او پرله پسې غمیزی به پای ته ورسیږي؟ افغانستان به له خپلو نورو بهرنیو دښمنانو سره څه کوي؟ د افغانستان اوسیدونکي به د خپل دغه اوسني بې ساري فاسد نظام سره ، چی داسی ورځ نسته چی د نړۍ په مطبوعاتو کی خپروني ورباندي سوي نه وي، څه کوي؟ او یو نظام چی د افغانستان په څیر فاسد وي هغه د خپلو داخلي او خارجی دښمنانو په مقابل کی یوه ورځ د مقابلې کولو توان لري؟ خبره داده چی پاکستان زموږ دښمن دی، مګر یوازینی دښمن نه دئ. پاکستان زموږ دپاره یوه لویه ستونزه ده مګر یوازینی ستونزه نه ده.
    افغانستان د ډیرو لویو قدرتونو د دسیسو ښکار دی او د ډیرو لویو قدرتونو ترمنځ د یویشتمي پیړی د یوې بلي ستري لوبی میدان دی. که یی څوک منی که یی نه مني زما ایمان وایی چی سترو قدرتونو دا لوبه بایللې ده. خو له بده مرغه چی ستر قدرتونه هیڅ وخت نه خپله ماته مني او نه د دې ظالمانه لوبي د ظالمانه او بیځایه پیل کولو د ملامتی منلو ته غاړه ایږدي. هغوی دا لوبه ځکه بایلي چی د ډیر خراب او ناروا نیت د عملي کولو لپاره یی په ډیر خراب وخت کی ، په  ډیرو خرابو وسایلو پیل کړې ده. هغوی ماته خوري خو په تشو لاسونو ددې خاوري څخه نه وزي. هغوی د خپلو شومو نیتونو د عملي کولو دپاره ډیری لاري او ډیر لوی قوت لري. زه وایم هسی نه چی د وتلو په وخت کی یی ، خدای ناخواسته، افغانستان له داسی وضع سره مخامخ کړی وي چی بیا به په اصطلاح نه حج کیږی او نه غزا. د امریکا د ډیپلوماټانو له خولو د افغانستان د تجزیه کولو ږغونه  او د کرزي له مخالفینو سره د امریکا د کانګریس او سیاستمدارانو پټي خبري او د سیسې د ټوکو خبره نه ده. له لویو قدرتونو څخه بیره په کار ده. سړی د زورور له څنګه زړه ور نه کښیني.
        په تیرو څو ورځو کی مي د محترم عارف پوپل، محترم ولی احمد نوري، ډاکټر فاروق اعظم، محترمی ملالی موسی نظام، ښاغلي حبیب الله غمخور، محترم اعظم سیستاني او نورو ګڼو لیکوالانو علمي او له ملی احساساتو ډک مضامین لوستي دي. په دې برخه کی چی هر لیکوال، شاعر او سیاستمدار څه لیکي او خپل عکس العمل ښیی، ټول د قدر وړدي. مګر خبره دا ده چی موږ به تر څو پوري مقالې لیکو. زموږ مقالې څوک لولي او زموږ لیکني تر چا پوری رسیږي. زموږ لیکني د افغانستان د پنځه ویشتو میلیونو انسانانو څخه یوازي څو سوو کسانو او که خوشبیني وکړم نو څو زرو کسانو ته رسیږي. ددې لیکنو تاثیر به څه وي. زما په عقیده  زموږ د لیکنو تاثیر دونه لږ دی چی نه د پاکستان د واکدارانو، نه د کابل د فاسدي ادارې او نه د لویو جبارو قدرتونو باڼو په درنیږي.
     ددې معنی دا نه ده چی زموږ چیغي او لیکني تاثیر درلودلای نه سي. تاثیر درلودلای سي . خو په دې شرط چی هره چیغه ، هر آواز او هر شعر د یوې کتلې، یوې ټولني، یوه جمعیت او بالاخره د یوه ملت نمایندګي وکړي. که موږ شاعران، لیکوالان، پوهان او سیاستمداران د لسو، سلو، زرو منورینو په نمایندګی ږغ پورته کړو او په افغانستان کی د دردیدلي او کړیدلي ملت د استازو اواز را سره یو ځای کړو، بیا به وګوری چی هره لیکنه او هره چیغه به مو د توپ د ګولی زور ولري. هلته به د پاکستان په څیر دښمن هیوادونه ، لوی قدرتونه، ملګري ملتونه او د کابل اداره او ارګ زموږ پر هري لیکني او اعتراض باندي حساب کوي او هیڅ لیکنه او آواز به مو بیځایه نه ځی.
      راسی مخکی له هغه چی، خدای ناخواسته، ډیر ناوخته سي د یوې ملي ټولني یا یوې ملی جرګې د جوړیدو په فکر کی سو. لومړی به د اروپا او امریکا د منورینو یوه جرګه جوړه کړو. هغه به پراخه کړو. ورپسې به د افغانستان منورین او لیکوالان راسره ملګري کړو، اولسونه به راسره رهي کړو او د خپلو ستونزو غم به وخورو.
       دا کار په لومړي سر کي ځکه ممکن نه ښکاري چی  په دې څه باندي دیرشو کالو کی دغه راز ټولني، له فعال کیدلو او تاثیر ښندلو څخه مخکي، له ناکامی سره مخامخ سوي دي. ددې کار یوازینی علت دادی چی دغه راز حرکتونه په لوی لاس ناکام سوي دي او چا د هغو مغرضو عناصرو مخه نه ده نیولې چی د افغانستان د داخلي او خارجی دښمنانو په لمسه یې مداخلې کړي او خپلو شومو او کرغیړنو اهدافو ته یی ځانونه رسولي دي.
          موږ باید داځل د یوې ملي جرګې د جوړولو، پراخولو او بریالي کولو دپاره یو عمومي فارمول وضع کړو.( هر چا چي د جرګې په وړه او یا لویه غونډه کي شخصی، سیاسی، ژبني، قومي او مذهبی اختلافات طرح کړل په هغه شیبه له جرګې څخه ایستل کیږي او لږترلږه د یوه کال لپاره بیا په جرګه کی د ګډون کولو حق نه ورکول کیږي.) د جرګې مشرتوب باید په دغه موضوع کی د قاطعیت څخه کار واخلي او هر وخت په دغه مسله کی د رایو اتفاق وساتي.
    ملی جرګه به کوښښ کوي چی د منورینو د ویب سایټونو، ورځپاڼو، مجلو، راډیوګانو او ټلویزیونونو اوازونه یو کړي. د ملي ګټو او اولسونو د غوښتنو څخه د دفاع لپاره به لیکني کوي، مسالمت امیز عکس العملونه به ښکاره کوي، مظاهرې به کوي او د افغانستان د اولسونو ږغ به ، په سل زره چنده قوي آواز، د ملګرو ملتونو او نړی والو تر غوږونو رسوي. ملی جرګه به د پارلمان په انتخاباتو کی فعاله او ډله ایزه برخه اخلي. د عادلانه انتخاباتو او د اولس د رایو په زور به د جمهوری ریاست چوکی نیسی او د افغانستان د اولسونو د غوښتنو سره سم به اساسی قانون ورته جوړوي.دا خبري په لومړي سر کي« این خیال است و محال است و جنون» ښکاري. مګر چی کله یو ځل حرکت پیل سي هلته به معلومه سي چی شوپرکان څرنګه د لمر له رڼا څخه تښتي او جنګ سالاران څرنګه د خلکو ارادې ته تسلیمیږي. تاسی به وګوری چی لوی او جبار قدرتونه به زموږ د اولس د ریښتونو استازو سره خبري کوي او موږ به د مټ په زور امتیازات ورڅخه اخلو. حق تعالی (ج) په هغه قوم کی تغیر  نه راولي چی پخپله په ځان کی د تغیر را وستلو دپاره حرکت ونه کړي.
والسلام.