کور / شعر / د بختيال هايکوګانې

د بختيال هايکوګانې

ددې اونۍ لپاره دې دا هايکوګانې تاسو ته ډالۍ وي
 
ما ويل پيره زه دې هم مريد يم
ويل يې خوار شې رانه لرې ګرځه
هسې نه ما پسې طنزونه جوړ کړې
 
 
ويلې په مينه مې مړه کړه ګرانه
ما ويل موږ په خيټه نه يو ماړه
او ته په مينه مړوې رانه ځان؟
 
 
د سپينې خولې ذکات يې نه ورکاوه
په بله ورځ چې مې ليدله ليلا
په غبرګو شونډو وه لړم چيچلې