کور / اسلامي / اعتكاف

اعتكاف

۱۴۲۹\ رمضان المبارك \ ۲۰

 اعتكاف كفايي سنت دي ، په دي مانا چې ، كه دكلي اومحل په مسجد كي يوتن اعتكاف غوره كړي دټولي محلي داوسيدونكو له ذمي ساقطيږي ، خوكه دجومات ټولو اوسيدونكو پريښود نوبيا ټول تارك السنة بلل كيږي.
نارينه معتكف يوازي په هغه مسجد كي اعتكاف كولاي سي چې پكښي پنځه وخت په جماعت لمونځ كيږي .

دروژې مبارکي دشلمي نیټې دختمېدو څخه لږ مخکي بیا دروژې مبارکي ترنه ویشتمي یادېرشمي پوري چي دکوچني اختر میاشت لیدل کیږي ¸په جومات اويا دخپل کور په هغه ځای کښي چي دلمانځه له پاره مشخص سوي وي  ، له نيت سره مل په پايبندي سره کښېنستلوته اعتکاف ویل کیږي .
 (شرح التنویر ، رد المحتار ۲۰۶ دوهم ټوک )
كه ښځي دعام مسجد پرځاي په خپل كوركي دننه دخوني په جومات كي داعتكاف نيت وكړي نوالله پاك به ورته دنارينه معتكفينو غوندي ثواب وركړي .
كه نارينه اوياښځه داعتكاف نيت وكړي نو له اړتياپرته دي له معتكف (اعتكاف ځاي څخه دباندي نه وزي ، يوازي دانساني ضرورت ، غسل ، اودس ، جنازي لمونځ ، جمعي لمونځ  لپاره دباندي وتلاي سي .
كه بل څوك نه و چې مسجد ته دننه ډوډۍ اواوبه وروړي داړتياله مخي داړتياپه اندازه وتلاي سي .
 (مراقی الفلاح علی حاشیة الطحطاوي ۳۸۳)
خو كه د خورک او چښلو دبرابرولو لپاره بل څوک وونوبيا ددي لپاره هم  وتل نسته .
 (شرح التنویر وردالمحتار ب۲۱۶ دوهم ټوک )
په صحيح حديث كي راځي چې راوي يي ام المؤمنين حضرت عائشه ده ، فرمايي چې پيغمبرصلي الله عليه وسلم په اعتكاف كي و اوزه په ښځينه ناروغي كي ، زه به په حجره كي دننه وم اوپيغمبرصلي الله عليه وسلم به په مسجد كي ، سربه يي حجري ته رادننه كړ اومابه ورپريولى.
معتكف بايد نه يوازي داچي ناروا خبري اوعمل ونه كړي ،بلكي بيځايه اوبي ګټي خبري ، مجلس او ناسته ولاړه هم ورته نه ده ښه .
سنت دادى چې معتكف په دوامداره توګه  دقرآن كريم تلاوت وكړي ، نفلي لمنځونه اوتسبيحات و تهليلات ووايي .
 (شرح التنویر ۲۱۷ دوهم ټوک )
ښځينه معتكفي ته كه داعتكاف په جريان كي حيض(ښځينه ناروغي) اونفاس (دزيږون ناروغي) عارض سي نو اعتكاف يي فاسديږي .
معتكف كه نارينه وي اوكه ښځينه ، بايد له ټولوشهواني حركاتواواعمالوڅخه ډډه وكړي ، كه يي داعتكاف په جريان كي كوروالي (جماع)  وكړه نواعتكاف يي له منځه ولاړ.
 (شرح التنویر ۲۰۸ دوهم ټوک ومراقي الفلاح ۲۸۴) .