کور / z_buitenland_news -- 5 / APDM ته په لاهور کي د غونډي جوړولو اجازه ورکړه سوه

APDM ته په لاهور کي د غونډي جوړولو اجازه ورکړه سوه

حکومت د اپوزيشن ګوندونو اتحاد اے پى ډى ايم ته په لاهور کښې د جلسې کولو اجازه وکړه ، د اے پى ډى ايم او جماعت اسلامي مخکښ لياقت بلوڅ مطبوعاتي کنرانس ته د وينا په ترڅ کښې وئيلي دي چې د اتلسم فبروري د انتخاباتو په ضد کمپين دوام لري او پدغه لړ کښې اے پى ډى ايم په ټول هېواد کښې جلسې کړى دى او اخيرنۍ جلسه به نن په لاهور کښې کېږي ، حکومت د جلسې کولو اجازه راکړې دى ، د اے پى ډى ايم مخکښ پر مسلم ليګ ( ن ) او پيپلز ګوند نيوکه کولو سره وئيلي دي چې دغه دواړه ګوندونه اوس په پښيمانه دي ، دواړه ګوندونه پر خپلو تېروتنو پرده اچولو لپاره د يو کيدلو خبري کوي ، په انتخاباتو کښې به پيپلز ګوند او مسلم ليګ ( ن ) دواړه پاته راځي ، مسلم ليګ ( ن ) مخکښې هم دغه ازموينه کړې ده چې پيپلز ګوند مخکښې هم نواز شريف يواځى پرېښودلۍ وو ، په مطبوعاتي کنفرانس کښې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سناتور رضا محمد رضا ووئيل چې په انتخاباتو کښې برخه اخستونکي ګوندونه به تاسو ووينۍ چې له مونږ سره د انتخاباتو پس يو ځاۍ احتجاج کوي.