کور / z_buitenland_news -- 5 / د پاکستان د هوايي ځواک الوتکه را پرېوته

د پاکستان د هوايي ځواک الوتکه را پرېوته

د پاکستان هوايي ځواک الوتکه د پنجاب د سرګودهې په سيمه کښې راپريوته ، او له امله پايلوټ مړ شو ، د پوليسو د وينا تر مخه پېښه د سرګودهې سره څېرمه سيمه کښې وشوه ، د الوتکې رالويدلو سره سم پکښې اور ولګېده ، او د الوتکې پائيلوټ کمانډر اظهر اسماعيل ووژل شو ، د خبر رسيدلو سره دولتي چارواکي سيمې ته ورسيدل الوتکه په شاړه مځکه کښې راپرېوتې ده ځکه بل کوم چاته پکښې زيان ندى اوښتې ، د پاکستان د هوايي ځواک چارواکو د پېښې په حقله د پلټنو حکم کړى دى.