کور / z_buitenland_news -- 5 / ستري محکمې د مشرف دوهم ځلي انتخابيدل رد کړل

ستري محکمې د مشرف دوهم ځلي انتخابيدل رد کړل

سترې محکمې د ولس مشر پروېز مشرف د دويم ځل لپاره د انتخاب په هکله د جاج اخستلو درخواست رد کړ ، د سترې محکمې شپاړس کسيزه فل کورټ د چيف جسټس عبدالحميد ډوګر په مشرۍ کښې د درخواست سماعت وکړ ، د ډاکټر ظهور مهدي لخوا داخل شوۍ  درخواست ځکه رد کړل شو چې په حقله کښې وئيل شوي وو چې د ولس مشرۍ په انتخاباتو کښې د برخه اخستونکي لپاره وړانديز کوونکۍ او تائيد کوونکۍ ضرورت نشته.


له بلي خوا د پاکستان مسلم ليګ ( ن ) مشر نواز شريف وئيلي دي چې ولس ته پکار دى چې مسلم ليګ ( ن ) ته رايې ورکړي ولې که مسلم ليګ ( ن ) واک ته ورسيدۍ نو ګوښه شوي قاضيان بېرته پر خپل کار کړي ، هري پور کښې جلسې ته د وينا پر محال نواز شريف زياته کړه چې هغه کسان چې د خپل ګوند سره يې وفا ونکړه او د امريت په غښتلې کولو کښې مرسته وکړه هغه نن څه ډول د ولس څخه رايې غواړي ، نواز شريف زياته کړې ده چې کله زما حکومت نسکور شو نو په پنځه دقيقو کښې دننه د بهرنيو چار وزير او سپيکر راسره بې وفايي وکړه ، تر اتو کالو پورې په هېواد کښې قانون نه و ، عدليه وځپل شوه ، نواز شريف زياته کړې ده چې زما په واکمنۍ کښې ډوډۍ په يوه کالدارې خو اوس په پنځه کالدارې ده ، وخوارانو ژوند د کړاوونو سره مخامخ دى ، د هېواد د تقدير بدلولو وخت راغلۍ دى. 


 د يوه بل خبر له مخي په ټاکنو کي د درغليو په اړه خبري تودي شوې دي  د بشري حقونو تنظيم هېومن رايټس واچ د پاکستان د لوى څارنوال ( اټارنى جنرال ) ملک قيوم د انتخاباتو په لړ کښې د درغلۍ په حقله يو اډيو ټيپ خپر کړى دى چې په کوم کښې ملک قيوم يوه ناڅرګند کس ته په انتخاباتو کښې د يوه سياسي ګوند کانديد جوړيدلو مشوره ورکوي ، په ټيپ کښې د لوى څارنوال دغه خبرې هم نيول شوى دى چې ملک قيوم وايي چې په انتخاباتو کښې به په لوړه کچه درغلۍ کېږي ، د شخصي ټلويزون تر مخه چې کله پدغه حقله د لوى څارنوال څخه پوښتنه وشوه نو هغه دغه خبره رد کړه ، اټارنى جنرال شخصي ټلويزون ته وئيلي دي چې زۀ په هېڅ يوه سياسي ګوند پورې اړه نه لرم او نه وکوم کس ته سياسي مشورې ورکوم ، که چرته دغه خبرې ما د نومبر په مياشت کښې کړى دى نو دوى ولې په دومره ځنډ سره خپور کړ ، زما په ضد کمپين روان دى ، د ټيپ په حقله نوموړي زياته کړې ده چې زه په دې نه وپوهېدم چې ما له چا سره خبرې کړى دى ، لوى څارنوال زياته کړې ده چې ددغه ټيپ په وړاندې به د قانون لاره خپله کړل شي.