کور / تازه خبرونه / کندز : په يوه چاودنه کي ٥ تنه ووژل سول او يو لړ نور ژوبل سول

کندز : په يوه چاودنه کي ٥ تنه ووژل سول او يو لړ نور ژوبل سول

لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په کندز ولايت کي د يوې چاودني په ترڅ کي پنځه تنه وژل سوي او يو شمېر نور ژوبل سوي دي . په خبرپاڼه کي راغلي چي چاودنه د يوه موټر سايکل په وسيله چي چاودېدونکي توکي پکښي ځاى پر ځاى سوي ول او د يوې قصابۍ و مخي ته د ملي پوليسو د رېنجر سره در ول سوى و چاودنه رامنځ ته سوې .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري کومي ډلي څه نه دي ويلي .