کور / تازه خبرونه / پکتيکا : دوه تنه ملکي وګړي ژوبل سول

پکتيکا : دوه تنه ملکي وګړي ژوبل سول

د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په يوه چاودنه کي دوه تنه ملکي وګړي ژوبل سول . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه چاودنه د پکتيکا ولايت په شاران ولسوالۍ کي هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله د بهرنيو ځواکونو يو قطار د تېرېدو په حال کي و . په خبرپاڼه کي راغلي چي ژوبل سوي کسان د درملني په موخه سيميز روغتون ته وړل سوي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .