کور / تازه خبرونه / افغان حکومت د سولي شورا جوړه کړه

افغان حکومت د سولي شورا جوړه کړه

د افغانستان حکومت اعلان کړئ چي له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو دپاره يې د سولي شورا جوړه کړې او د دوو اونيو په ترڅ کي به يې غړي هم اعلان سي.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس د جمهوري رياست په حواله خبر ورکړئ چي ولسمشر کرزي پرون د پخوانيو مجاهدينو له مشرانو سره په دې باب يوه غونډه هم جوړه کړې وه.
د سولي شورا وروسته له هغه جوړېږي چي نيژدې درې مياشتي دمخه په کابل کي د سولي په نوم جرګې له طالبانو سره د خبرو، د هغو د بنديانو د خوشي کولو او له تور ليست څخه د طالب مشرانو د نومونو د پاکولو غوښتنه وکړه.
که څه هم د کابل حکومت له طالبانو او اسلامي حزب له ډلي سره خبرو ته تيارى ښودلى، خو طالبانو او اسلامي حزب دواړو د امريکايانو او بهرنيو عسکرو د نه وتلو په صورت کي دغه خبري رد کړي دي.
بلي خوا ته د چارو شنونکي پر ولسمشر کرزي نيوکه کوي چي له يوې خوا خپلو مخالفينو ته د مذاکراتو وړانديز کوي او له بلي خوا د سولي په هلو ځلو کي د رباني، محقق او خليلي په شان د طالبانو داسي قسم اخيستي دښمنان راګډوي چي څو کلونه پرله پسې يې جګړې سره کړي او د يو او بل په زرونو کسان يې سره وژلي دي.