کور / تازه خبرونه / کندهار : ناپېژاندو وسله والو يو تن وژلى

کندهار : ناپېژاندو وسله والو يو تن وژلى

لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي يو تن ساتونکي د ناپېژاندو وسله والو له لوري په ډزو وژل سوى . په خپرپاڼه کي راغلي چي نوموړى د ډنډ ولسوالۍ د پلانو د پوستې ساتونکى او د رخصتۍ تېرولو په موخه خپل کور ته تللى و چي تېره ورځ د ناکودک په کلي کي د ناپېژاندو وسلوالو له لوري په ډزو ووژل سو . همدا ډول په خبرپاڼه کي يادونه سوې چي تېره شپه د ارغنداو ولسوالۍ په تابين کلي کي د عامه نظم پر پوليسو وسله وال بريد سوى د خبرپاڼه په حواله چي پکښي د دولت لوري کوم زيان نه دئ اوښتى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .